جان بولټن: موږ افغانستان پرېښود؛ خو موږ به پرې نه ږدي

پخواني امریکایي چارواکي وایي اوسنی امریکایي حکومت باید د افغانستان په اړه اندېښنه ولري.

د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن دې هېل نشریه ته په یوه لیکلې مقاله کې له افغانستان وتل ناکامه پرېکړه او د وتلو بڼه له شرمه ډکه بللې ده.

هغه په دې مقاله کې د بایډن پر حکومت او د تېرو ولسمشرانو پر اداره هم نیوکه کړې چې د افغانستان په اړه یې واضح دریځ نه درلود او د میلیاردونو ډالرو لګښت تر څنګ یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

هغه زیاته کړې چې موږ افغانستان پرېښود خو افغانستان به امریکا او د دوی متحدین پرې نه ږدي.

هغه خبرداری ورکړی چې ښایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شي او سیمې ته ګواښ جوړ کړي.

بولټن د امریکا د ملي امنیت داسې سلاکار و، چې تل یې حکومتونو ته د جګړو مشوره ورکوله، په افغانستان کې د جګړې د دوام او له ایران سره د نوې جګړې د پيلولو ملاتړی هم و.

په ورته وخت کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان وضعیت او د بایډن پر مدیریت نیوکه کړې ده.

دده په خبره د امریکايي حکومت هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې وایي له افغانستان یې مهم نظامي تجهیزات ایستلي او لسګونه ټانګونه یې ویجاړ کړي دي.

دده په خبره دا هر څه پر خپل ځای دي او ادعا یې کړې چې ځينې امریکایي وسلې او تجهیزات په تور بازار کې پلورل کېږي.

ټرمپ همدا راز وایي یوازې درې سلنه هغه کسان چې د امریکایي ځواکونو له لوري له کابل هوایي ډګر ایستل شوې په شرایطو برابر دي.

دده په خبره امریکایي لوري هېڅ پلان او تګلاره نه لرله، چې باید څوک له افغانستان وباسي نو له همدې امله شاوخوا ۹۷ سلنه داسې خلک ایستل شوي چې په هېڅ صورت په شرایطو برابر نه دي.

هغه ټینګار کړی چې باید ددې خلکو په اړه تحقیقات وشي او بایډن دې هم د خپل کمزوري مدیریت په تړاو له فشارونو سره مخ شي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله