Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

جانټي رودز د ویرات کولي صفت او د سټیف سمېت غېبت کړی دی.

سمیع الله درانی

د افریقا پخواني لوبغاړي او ډګر ستاتنې ځلېدونکي ستوري جانټي رودز ویلي دي، چې سمېت د انګلستان خلاف ټېسټ لوبه کې بدرنګه سلیزه ووهله؛ هغه ویلي دي چې د سمېت د توپ وهنې سټایل هیڅ خوندور نه دی، هغه په کریز کې مخکې ځي او ډېر شاټونه په لېګ سټم وهي، د ده دا لوبه هیڅ خوند نه کوي او ستړې کوونکې لوبه کوي.

د رودز په وېنا د هغه لوبه سړی ستړی کوي او خوند ترې نه شي اخېستلای.

سټیف سمېت د انګلستان خلاف اشېز سیالیو کې په دوه لوبو کې سلیزې ووهلې او د ټول سیریز غوره توپ وهونکی و، ورپسې د انګلستان الراونډر بېن سټوکس دوهم نمبر سکورر و.

دغه سیالۍ دوه د دوه پر وړاندې پای ته ورسېدې؛ دوه لوبې انګلستان او دوه لوبې اسټرالیا وګټلې.

که له یوې خوا جانټي رودز د سمېت غېبت کړی، د هغه لوبه یې بې خونده او ستړې کوونکې بللې ده؛ بل پلو یې بیا د ویرات کولي صفت کړی دی.

د رودز په خبره ویرات کولي چې کله لوبه کوي او شاټ وهي؛ خلک یې له سټایلېش شاټونو ځانګړی خوند اخلي، هرڅوک وایي چې د کرکت اعلی شاټ د ویرات کولي له خوا او هرڅوک یې لوبه ننداره کوي.

د نوموړي په وېنا د ویرات کولي لوبه په پوره کتلو ارزي او زه یې له لوبې خوند اخلم.

جانټي رودز دا خبرې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته کړي دي، تر اوسه د جانټي رودز د دغو څرګندونو په اړه نه سمېت او نه هم ویرات کولي غبرګون ښودلی دی.

بل پلو شاهد افریدي هم د ویرات کولي ستاینه کړې ده، شاهد افریدي ویلي په رښتیا هم چې ویرات کولي یو ښه لوبغاړی دی.

ویرات کولي د سپټمبر په ۱۸ مه نېټه د افریقا خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې په ۵۲ توپونو ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

افریقا ۱۴۹ منډې کړې وې، چې هند ورته په درې وېکټو پوره کړې او افریقا ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

شاهد افریدي بیا ویرات کولي ته د لوبې د غوره لوبغاړي مبارکي ورکړې ده او هغه یې د نړۍ غوره لوبغاړی بللی دی.

کابو یوه میاشت وړاندې ویرات کولي د ټېسټ لوبو په توپ وهونکو درجه بندۍ کې لومړی و، ویرات کولي هغه مهال لومړی شو، کله چې سمېت باندې یو کال بندیز لګېدلی و.

نو سمېت سږ کال بیا لوبو ته راستون شو او د پنځه اشېز سیالیو په لړکې یې خورا ښې سلیزې ووهلې او بېرته په ټېسټ لوبو کې له ویرات کولي مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

ویرات کولي اوس په ټېسټ لوبو کې دوهم مقام لري او له سمېت څخه ۳۴ نومرې وروسته دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی