جانيخیلو پرلت کوونکي: پاکستاني پولیسو د غږ اوریدو پرځای رانه پیسې او موبایلونه واخیستل

د کوزې پښتونخوا په جانیخیلو سیمه کې پرلت کوونکي وايي چې له یوې میاشتې راهیسې یې غږ نه دی اوریدل شوی.

دوی له شا او خوا یوې میاشتې راهیسې له ځانه سره د هغه شهید جسد ایښی دی چې هلته وژل شوی دی. پرلت کوونکي وايي، دې ټولو معاملو کې د پاکستان پوځ او استخبارات لاس لري او سپيناوی ترې غواړو.

اوس تازه ددې پرلت یوه غړي ګیله من پشتین ویلي:

«د جاني خیلو د پرلت میاشت پوره کیږي چې مونږ د شهید نصیب د لاش سره ناست یو، اوس مو لاریون روان دی د اسلام اباد پهٔ لور.»

هغه وايي، اوسمهال دوی بنو ته رسیدلي او لا هم خپل مزل کوي.

د حق غوښتنې قیمت

پشتین وايي، تر اوسه یې پاکستانیو ځواکونو یو تن شهید کړی او لسګونه نور یې ورته ټپيان کړي دي.

دوی وايي، ددوی لسګونه ګاډي او موټرسایکلونه هم پولیسو مات او له منځه وړي دي.

نوموړی زیاتوي چې ددوی د حق غوښتنې پر وړاندې د پاکستان د حکومت چلند دومره بد دی چې ان له موږ یې پیسې او موبایلونه هم واخیستل.

هغوی له خلکو څه وغوښتل؟

د یاد پرلت غړي په تازه پیغام کې ویلي چې ددې ستر ظلم په مخنیوي کې دې راسره خلک ودریږي.

هغه زیاته کړې:

« پر موږ سخت ظلم روان دی، ټولنیزې رسنۍ یې هم راباندې بندې کړي دي. په ټولو پښتنو او سیاسي مشرانو غږ کوو چې له موږ زموږ غږ دې د خدای په خاطر پورته کړي.»

ښاغلي پشتین بره پښتانه هم ننګولي او غږ یې پرې کړی چې ژر تر ژره دې دوی سره د غږ پورته کولو له ټولنیزو رسنیو چغه یوه کړي.

انځور کې ګیله من پشتین ترې لاندې هغه لښکر دی چې له جنازې سره اسلام اباد ته روان دي

اسلام اباد ته ولي ځي؟

د یاد لاریون ګډونوال وايي، دوی حتماً اسلام اباد ته ځي او اساسي هدف یې دا دی چې خپل ځانته امن وغواړي.

دوی وايي، له دې وړاندې هم ورته وژنې شوي، خو حکومت دوی په ژمنو غولولي او ورپسې بیا بیا داسې وژنې تکرار شوي دي.

دوی وايي یا وطن یا کفن لاریون کوو او دا د حق غږ خاموشه نه پریږدو.

باید وویل شي چې دې پرلت ته د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون او نور پښتانه فعالان هم ورغلي او ویلي یې دي چې د ټولو حق چغو لپاره چمتو دي او پرمخ به ځي.

د ګیله من پشتین پوسټ او خبرې:

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ