جام شريک شو؛ خو د لوبې غوره لوبغاړی رحمان الله شو.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

سمیع الله درانی
د افغانستان، بنګله دېش او زِمبابوې ترمنځ درې اړخیز سیریز چې په بنګله دېش کې د سپټمبر په ۱۳ مه نېټه پیل شوی و، تمه وه، چې وروستۍ لوبه یې د سه شنبې په مازیګر د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شي؛ خو دروند اورښت دا لوبه لغوه کړه او هیڅ ټاس پورته نه شو.
د یاران وېب پاڼې ډېری لوستونکو پوښتنې کړې وې، چې دا لوبه بیا کېږي او جام د چا کېږي؟
په سیریزونو کې چې، لوبه یو ځل لغوه شي او بیا ریزرف یا اضافي ورځ هم نه وي؛ نو هغه لوبه بیا نه ترسره کېږي او ختمه حسابېږي.
qck de75f 1569327899 جام شريک شو؛ خو د لوبې غوره لوبغاړی رحمان الله شو.
که نړیوالو جامونو پایلوبه کې یوه لوبه د باران له امله وځنډول شي بیا چې اضافي ورځ وي پکې ترسره کېږي؛ لکه څنګه چې د هندوستان او نیوزیلېنډ نیمه پایلوبه په ۲۰۱۹ م کال پنځوس اوریز جام کې ترسره شوه.
بله خبره د سیریزونو د پایلوبې د کپ په اړه ده، که لوبه باران لغوه کړي کپ د چا کېږي؟ ځواب دا دی، چې کپ د دوو لوبدلو ترمنځ وېشل کېږي.
تاسې ښایي ووای چې کپ خو نه نیمېږي، نو څنګه وېشل کېږي؟
ځواب دا دی، چې د کپ د قېمت نیمایي یوې لوبډلې ته ورکول کېږي او بلې لوبډلې ته کپ یا ټرافي ورکول کېږي.
نو تېره شپه که کپ افغانستان اخېستی وي، نیمه قېمت به یې بنګله دېش ترلاسه کړی وي.
د رحمان الله ګربز لومړی سیریز او د غوره لوبغاړي جایزه
رحمان الله ګربز چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی، له نولس کلنو لوبډلې د ملي لوبډلې غړی شو؛ دا یې لومړی سیریز و، په دوو پاڼیو ټېسټ لوبو کې یې ۱۰۸ منډې وکړې.
په درې شل اوریزو لوبو کې ولوبېد، چې لومړۍ لوبه کې یې ۴۳ ، دوهمه لوبه کې د بنګله دېش خلاف محمد سیف الدین په صفر بولډ کړ او دریمه لوبه کې یې د زِمبابوې خلاف ۶۱ منډې وکړې، ده په شل اوریز سیریز کې له پایلوبې پرته ۴ لوبي او ۱۳۳ منډې وکړې او د سیریز د غوره لوبغاړي جایزه یې واخېسته.
received 484820159040664 جام شريک شو؛ خو د لوبې غوره لوبغاړی رحمان الله شو.
دا د ځوانو لوبغاړو استعداد او وړتیا جوتوي، چې رښتیا هم نوو لوبغاړو کې وړتیاوې شته او باید ځای ورکړل شي.
که څه هم رحمان الله ځوان او زړور لوبغاړی دی، خو ستونزه یې دا ده، چې ۹۰ سلنه په لېګ سټم لوبېږي او اف سټم شاټ څخه پوره کمزوری دی، د لیګ سټمي توپ وهونکي ستونزه دا وي، چې اف سټم توپ صحیح نه شي مېډل کولای او شاټ یې اف سټم توپ باندې نه لګېږي.
د بنګله دېش خلاف دوهمه لوبه کې د ده ستونزه همدا وه، نو که دی غواړي، چې راتلونکی یې ښه وي، باید په اف سټم شاټونو بشپړ تمرین وکړي او وې یې لوبوي.
افغان لوبډلې د دوو بریاوو او دوو ماتو وروسته خپل ورزشي سفر پای ته ورساوه او تر پایلوبې ورسېدل، ډېره هیله وه، چې پایلوبه به وشي او ګټونکی به یې هم افغانستان شي؛ خو باران پایلوبه لغوه کړه او د ډېرو خلکو ارمانونه یې په اوبو لاهو کړل.
د افغانستان راتلونکې لوبې؛ کابو دوه میاشتې وروسته په هندوستان کې له ویسټ انډیز سره دي.

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.