جالب او حيرانوونکې: د واده ۴۵ کاله وروسته، د یوې ۷۰ کلنې مېرمنې ماشوم زیږیدلی

د ځمکې په کُره کې ژوند د معمول په څېر پرمخ ځي، خو په ورته وخت کې یوه په زړه پورې پېښه رامنځته کېږي، د کومې په لیدو یا اورېدو چې خلک په معجزو باور کوي.

تر دې دمه په نړۍ کې ډیری لویې معجزې رامنځته شوې دي، چې پر وړاندې یې حتا د ساینس یا ساینسي او طبي کارپوهانو عقل هم کار نه کوي.

د طبي او ساینس پوهانو په وینا، د یوې میرمنې د مور کېدو وړتیا معمولا تر ٥٥ کلنۍ پورې وي، ځکه چې د دې ټاکلي عمر وروسته ځینې طبي دلایل دا وړتیا له منځه وړي.

د کارپوهانو نظریات او مطالعات په خپل ځای، خو په نړۍ کې داسې معجزې هم پېښي شوي، چې مېرمنو له ټاکلي عمر وروسته هم ماشومان زېږولي دي.

پدې وروستیو کې، د هند ګجرات ایالت “کچ ولسوالۍ” کې یوې اویا کلنې ښځې زوی زیږولی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د “جیون بن راباري” په نوم یوې مېرمنې د عملیات له لارې ماشوم زیږولی.

ډاکټره “نریش بانوشالي” وایې: “کله چې نوموړی ښځه لومړی موږ ته راغله، موږ هغې ته وویل چې په دومره لوی عمر کې د ماشوم زیږون ناممکن دی، خو هغې د ماشوم په درلودو/زیږون او اړتیا باندې ټینګار کاوه.”
ډاکټرانو پرته له کومې پیچلتیا د ماشوم زیږیدل یوه معجزه وبلله.

د ډاکټرې په وینا، د مېرمنې د عمر له امله یې دا قضیه ډېره وڅېړله او وروسته دې پرېکړې ته ورسیده، چې د هغې پاملرنه به کوي.

د واده ۴۵ کاله وروسته، دغه عمر خوړلي جوړه د ماشوم په درلودو خوښ دي، ځکه چې دوی د کلونو راهیسې بچې غوښتل.
د ډاکټرانو په حواله؛ ماشوم خورا تندرست او صحتمند دی، پداسې حال کې چې د هغه د مور “جیون بن رباري” روغتیا هم ښه ده.