تېز توپوهونکی حضرت الله ځاځی ۲۲ کلن شو!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 د افغانستان کرکیټ ملې لوبډلي بی رحمه او تیز توپ وهونکی حضرت الله ځاځي پرون ۲۲ کلن سو.
 ځاځی د افغانستان په پکتیا ولایت کی په کال ۱۹۹۸ د مارچ په ۲۱ نیټه زېږېدلی دئ.
ځاځي خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ایرلینډ په وړاندي په ۲۰۱۸م کال ترسره کړه او لومړۍ شل آوریزه لوبه ئې بیا په ۲۰۱۶م کال کي د متحده عربي آماراتو په وړاندي ترسره کړه.

gettyimages 1145823897 1024x1024 1 تېز توپوهونکی حضرت الله ځاځی ۲۲ کلن شو!
Afghanistan’s Hazratullah Zazai plays a shot during the 2019 Cricket World Cup warm up match between Pakistan and Afghanistan at Bristol County Ground in Bristol, southwest England, on May 24, 2019. (Photo by Glyn KIRK / AFP) (Photo credit should read GLYN KIRK/AFP via Getty Images)

دې لوبغاړي د افغانستان لپاره ۱۱ یو ورځنۍ او ۶ بیا نړیوالي شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي د شل آوریزه سیالیو په یوه لوبه کي ئې تر ټولو ډيري منډي ۱۶۲ دي.
په دې سره حضرت الله ځاځی د کرکیټ په نړۍ کي دوهم لوبغاړی دئ، چي په شل آوریزه سیالیو په یوه لوبه کي دومره زیاتي ۱۶۲ منډي جوړوي.
همدارنګه حضرت الله ځاځي د خپلي توپوهني په یوه لوبه کي ۱۶ شپږیزي وهلي دي او په دې سره په نړۍ کي لومړنی لوبغاړی دئ، چي په یوه پاڼۍ کي دومره زیاتي شپږیزي وهي.
image تېز توپوهونکی حضرت الله ځاځی ۲۲ کلن شو!
دا ریکارډ اوس د حضرت الله ځاځي په نوم دئ او تر اوسه کوم لوبغاړی ندی توانېدلی، چي د شل آوریزه سیالیو په یوه پاڼۍ کي دومره زیاتي شپږیزي ووهي.
د دې ترڅنګ حضرت الله ځاځی دویم افغان لوبغاړی دئ، چي په نړیوالو شل آوریزه سیالیو کي سلیزه لري، خو په عموم کي لومړی افغان لوبغاړی دئ، چي ۱۵۰ منډي لري.
د افغانستان دا تکړه چپ لاستی توپوهونکی په شل آوریزه سیالیو کي درېیم نړیوال لوبغاړی دئ، چي په ۴۲ توپونو ئې چټکه سلیزه وهلې.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.