تېر کال څه باندې یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېر ميلادي کال افغانستان ته تر یو میلیون ډېر کډوال بېرته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او ایم په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې تېر کال شاوخوا یو میلیون او یو سل او پنځوس زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

سرچینه وایي په دې کې ډېری هغه کډوال دي چې په یادو هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

له دې ډلې شاوخوا یو میلیون او یو سل او اووه ویشت زره یې له ایران او پاتې یې له پاکستان راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې همدا راز ویلي چې په کور د ننه هم د جګړو له امله شاوخوا ۶۵۰ زره افغانان بېځایه شوي دي چې ډېری یې دمګړی له سختو ستونزو سره مخ دي او پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله