تمنا: د ويرات کوهلي ملګرې او فلمي لوبغاړې

تمنا باټيا د هندي سېنما د جذابو او وړتيا لرونکو ښځينه اداکارانو څخه ده.

تمنا چې کورنی نوم يې باټيا دی په عام ژوند کې د ټامي،ميلک او بيوټي په نومونو هم يادېږي.

ددې راتګ سېنما ته د جنوبي هند له سېنما څخه وو چې وروسته یې خپله وړتيا په باليووډ کې هم ثابته کړې او د ټول هند په سېنماوو کې ورته فلم جوړوونکي زارۍ کوي.

تمنا ددې سره سره چې غوره اداکاره ده،په نڅا کې هم تر چا نده پاته او موډله هم ده.

ددې تنه ۱۶۵ سانتۍ ده،وزن يې ۵۵ کيلو ګرامه دی،سترګې او وېښتيان يې تور دي.

دا په ۱۹۸۹ز کې د هند په مهاراشترا کې زېږېدلې،مذهب يې هندو دی او د ليسانس تر کچې يې د هنر په برخه کې زده کړې کړيدي.

پلار او مور يې ژوندي دي او يو ورور لري.

د تمنا شاعري،نڅا،مطالعه او ليکوالي خوښېږي،برياني يې د خوښې خواړه دي ،د علاقې رنګ يې سور او زرغون دی.پاريس،دبۍ او کشمير ته يې سفرونه خوښېږي.

په نارينوو اداکارانو کې د ريتيک روشن او مهېش بابو،او په ښځينوو کې يې مادهوري ديکسيت خوښېږي.

دا د هر فلم پر سر ۱،۵ کروړه پيسې اخلي چې باهوبلي او انټريټرمينټ فلمونه يې د يادونې وړ دي.

تمنا د هندوستان د کريکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ويرات کوهلي سره هغه مهال د مينې تار غزولی وو چې هغه د انوشکا شرما سره واده نه وو کړی،ويرات تر واده او اولاد وروسته هم کله نا کله د تمنا سره ملاقاتونه کوي او د ملګرتوب لړۍ يې روانه ده.

دا په اصل کې پنجابۍ ده.

وروستي مطالب