فبروري 28, 2021

تر ۱۰ کلن بنديز وروسته، پاکستانی کريکټر په ۱۷ مياشتني بند محکوم سو.

ليکنه: مدثر دعوت
پاکستانی کريکټر ناصر جمشيد په نړيوالو لوبو او ليګونو کي د فساد په تور د انګلستان د يوې محکمې له لوري په ۱۷ مياشتني بند محکوم سو.
جمشيد د پاکستان سوپر ليګ پرمحال لوبغاړي هڅوله ترڅو پر ډيرو مهمو توپونو منډي ونکړي چي په بدل کي به يې ۳۰۰۰۰ پونډه لوبغاړو ته ورکوله.
همدارنګه په متحده عربي اماراتو کي د يوې شل اووريزي لوبي پرمحال هم لوبغاړو ته دده په خوښه د لوبي کولو لپاره رشوت ورکړی وو.
د ۳۰ کلن ناصر جمشيد سره دوه نور ملګري يې ، ۳۶ کلن يوسف انور او ۳۴ کلن محمد اعجاز هم د انګلستان د ملي جرمونو د ادارې له لوري د رشوت ورکولو او فساد په تور ونيول سوه.
يوسف انور چي په جنوبي لندن کي اوسيږي د پلانونو مهمه برخه يې تشکيلوله چي له امله يې د منچسټر د محکمې له لوري په ۳ کلونو او ۴ مياشتي بند محکوم سو.
محمد اعجاز چي د شمالي لندن د شيفيلډ اوسيدونکی دی په ۲ کلونو او شپږمياشتي بند محکوم سو.
ناصر جمشيد چي د مرکزي لندن په والسال کي اوسيږي د پاکستان کريکټ ملي لوبډلي لپاره ټيسټ، يو ورځنۍ او شل اووريزي لوبي ترسره کړي په يو کال او ۵ مياشتو بند محکوم سو.

دوی ۳ واړو ملګرو د محکمې په وړاندي په خپل جرم اعتراف کړی.
قاضي ريچارډمنسيل وويل: اعجاز او يوسف د عصري اوپيچلو جرمونو په تنظيمولو بوخت وه او جمشيد ورسره يوځای او شکيل وو.
هغه وويل له بدمرغه له ډير وخت راهيسي کريکټ په فساد کي شکيل دی،د کريکټ لوی هيوادونو او تلويزيوني چينلونو کي په پراخ ډول انلاين قمار او فساد ترسره کيږي،په ځانګړي ډول په پاکستان ، بنګلديش او هندوستان کي پر کريکټ فساد تجارت کرځيدلی.
لوړ پوړي تحقيقاتي افسر ايان مککونيل وويل همدې دريو کسانو له مودو راهيسي د پيسو په مقابل کي د نړيوال کريکټ د امتيازونو څخه ناوړه استفاده کوله او د خپلو مالي ګټو لپاره يې د کريکټ باور زيانمنوی.
نوموړی وايي زموږ د تحقيقاتو له مخي دوی په ۲۰۱۶ز کال بنګلديش پريمر ليګ او په ۲۰۱۷ز کال فيبروري کي پاکستان سوپر ليګ کي په لوړه کچه فساد کړی وو،دوی لوبغاړو ته دا پلان ورکړی وو چي د اوور لومړيو ۲ توپونو به منډي نه کوي چي په مقابل کي به يې ۳۰۰۰۰ پونډه ورکوي.
ناصر جمشيد چي د پاکستان لپاره تر ۶۰ ډيري نړيوالي لوبي ترسره کړي،تير کال د پاکستان د کريکټ بورډ د فساد پرضد د کميټې د څيړنو له مخي د لسو کلونو لپاره د هر ډول کريکټ څخه منع سو،سږکال د انګلستان د محکمې له لوري په يو کال او ۵ مياشتي بند هم محکوم سو.
تر دې وړاندي هم د پاکستان ډير مشهور لوبغاړي په کريکټ کي د فساد په جرم په وارو وارو د کريکټ د بنديز سره مخ سوي او محبسونو ته استول سوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ