تر پټهان وروسته شاهرخ خان د يوبل فلم شوټينګ پیل کړ

شاهرخ خان د خپل يوبل راتلونکې فلم د شوټينګ چارې پيل کړې.

کله چې په ۲۰۱۸ز کې د باليووډ د باچا شاهرخ خان تر ټولو ګرانبيه فلم “زيرو” ناکامه سو نو بيا تر اوسه يې کوم بل فلم ندی ريلېز کړی.

د تېر کال راهيسي يې د پټهان په نامه فلم د شوټينګ چارې روانې وې چې تقریباً پايته رسېدلي دي خو لا تر اوسه یې د سندرو لپاره شوټینګ ندی ترسره کړی.

راپورونه وايي چې شاهرخ خان او ډپيکا به په اسپانيا هيواد کې د يو ابشار سره د ارجيت سينګ سندرې ته د پټهان فلم لپاره تصوير ورکړي چې تر هغه وروسته به يوه مهمه جنګي صحنه هم هلته جوړه سي.

خو تر دې کارونو وړاندې شاهرخ خان د هندوستان په پونې ښار کې د ډايريکټر اتلي کمار د يو داسې فلم لپاره شوټينګ پيل کړی چې لا يې هم نوم ندی مالوم.

پدې فلم کې به ښځینه اداکاره ناياترا وي او د راجکمار راو په ګډون نورې مهمې څېرې هم پدې فلم کې په بيلابيلو رولونو کې راڅرګندېږي.

ددې فلم د ميوزيک چارې د ۲ اسکار جايزو ګټونکي ” اې ار رحمن” تر مديريت لاندې دي.

وروستي مطالب