Advertisements
سیاست

ترکیې ته د ولسمشر سفر؛ په یوه غشي دوه ښکاره !

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې ورځې په سهار په یوه رسمي سفر ترکیې ته روان شو څو د اسلامي همکاریو سازمان په هغه فوق العاده غونډه کې برخه واخلي، کومه چې د بیت المقدس د مسئلې په اړه په بېړني ډول بلل شوې وه .

د ارګ مطبوعاتي دفتر د ښاغلي غني د دغه سفر د پیل خبر یوازې په څو لنډو کرښو کې وکړ. یانې ویې نه ویل چې له هغه سره په دغه سفر کې نور څوک برخه لري او د سفر نوره اجنډا، وخت او جزیات څه دي؟

په یوه غشي دوه ښکاره !
داسې ښکاري، چې ولسمشر غني له دغه سفر سره په یوه غشي دوه ښکاره کوي. ځکه په دغه کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ وېل کیږي چې ولسمشر د خپل تبعید کړي لومړي مرستیال جنرال دوستم د بیرته پخلاینې هڅه هم په پام کې لري .

ویل شوي، چې له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند سرپرست او د نوموړي زوی باتور دوستم هم ملګری دی .

دا ګومان تر دې حده جدي دی، چې حتا ویل کیدای شي ولسمشر د اسلامي همکاریو سازمان فوق العاده غونډې ته خپل سفر هم تر ډېره د دوستم د پخلاینې په نیت پلان کړی. ځکه ګومان نه کیږي چې له ډېرو اسلامي هېوادونو څخه د ولسمشرانو په کچه استازي په دغه کنفرانس کې ګډون ولري .

د بیت المقدس موضوع
څو ورځې وړاندې امریکا متحده ایالاتو د بیت المقدس په متنازع سیمه کې چې تقریباً د نړۍ ټول مسلمانان یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه مخالف دي د اسراییلو لپاره خپل رسمي سفارت پرانېست .

د دغې پرانیستې مراسمو ته د ولسمشر ټرمپ یوه لور هم د خپل ژوند د ملګري په ملتیا ورغلې وه .

له دې پرانیستې سره سم ګڼو فلسطینیانو د اسراییلو او امریکا خلاف لاریون وکړ، چې د اسراییلي ځواکونو په ډزو یې تر شپیتو پورې لاریون وال شهیدان او د افغانستان په ګډون د ګڼو اسلامي هېوادونو اعتراض وپاروه .

ترکیه، چې له دې وړاندې یې هم د څو بېلا بېلو مسئلو پر سر له امریکا سره اړیکې ترینګلې شوې وې، له دې موقع څخه په استفادې سره د اسراییلو سفیر له خپلې خاورې بهر او سمدستي په دې اړه د اسلامي همکاریو د سازمان فوق العاده غونډه وبلله .

د غونډې د چمتووالي په درشل کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ټلیفون له لارې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره د نظر تبادله وکړه او هم یې افغانستان ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه .

له دې خبرو څخه مخکې او هم څو میاشتې وړاندې هغه مهال چې امریکا په بیت المقدس کې د اسراییلو لپاره د خپل سفارت پرانیستلو خبر ورکړی و، افغان ولسمشر له دې پریکړې سره مخالفت ښودلی و .

د ښاغلي غني مخالفت هم هغه مهال او هم اوس د یوه داسې هېواد د ولسمشر په توګه، چې د حکومت ډېره تکیه یې پر امریکا ده، حیرانونکی او د توقع خلاف و .

دا مسئله چې ممکن د پردې تر شا د امریکا د نارضایتۍ سبب شوی وي، خو په کور دننه او هم د اسلامي هېوادونو په کچه یې د افغان حکومت دریځ پياوړی کړ .

د اسراییلو او فلسطین په قضیه کې د امریکا د دریځ پر وړاندې د افغان حکومت مخالف دریځ که له یوې خوا د یوه اسلامي هېواد غوره استازیتوب کیدای شي، ورسره د حکومت د وسله والو مخالفینو هغه تورونه او ادعاوې کمرنګه کوي، چې د حکومت د اسلامي مشروعیت او نه خپلواکۍ په اړه یې مطرح کوي .یا له دې ټکیو څخه د حکومت خلاف د خپلې وسله والې جګړې لپاره مشروعیت خپلول غواړي .

دا موضوع د حکومت له لورې وسله والو طالبانو ته د سولې د بلنې له ورکړې او نسبي نرمښت او هڅو سره د حکومت د سولې بلنه او غږ هم پیاوړی کولی شي .

د جنرال دوستم پخلاینه
جنرال دوستم چې ظاهراً په هېواد کې د موجودیت او د ولسمشر د لومړۍ مرستیالۍ د دندې پرمهال پر حکومت او شخصاً ولسمشر غني له توندو نیوکو څخه وروسته پر خپل پخواني ملګري او اوسني مخالف احمد ایشچي د جنسي تېري په قضیه تورن او ترکیې ته په جلا وطنۍ مجبور شو، تر شاوخوا کال وړاندې پورې یې حکومت هېواد ته د راستنیدو ممانعت کاوه .

خو له هغې وروسته چې د حکومت یوه لویه برخه سیاسي مخالفین په یوه ایتلاف جوړولو سلا او په دې خاطر یې څو ځله ترکیه کې له جنرال دوستم سره ګډې غونډې وکړې، حکومت د جنرال دوستم راستنولو او پخلاینې ته لېواله شو .

په دې برخه کې ویل شوي، چې د ترکیې له حکومت څخه هم مرسته غوښتل شوې او د نورو پلاویو ترڅنګ حتا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په یوه پټ سفر ترکیې ته استول شوی .

د جنرال دوستم په ګډون له نوي ایتلاف څخه حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر ټیم، چې په تېرو ټاکنو کې یې خپل زور غږونکي سیالان د جنرال دوستم په ټوپک مارۍ او ولسي ملاتړ وېروه اوس اندیښمن ښکاري .

همدا وجه به وي، چې د ولسمشر ټیم تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او د سیاسي ټیمونو له جوړیدو څخه مخکې د دوستم د پخلاینې او هېواد ته د ستنولو هڅې کوي .

سره له دې، چې د جنرال دوستم سیاسي ملګري دا هڅې ناکامې او بې پایلې ګڼي، خو د ترکیې له حکومت سره د افغان حکومت ښو اړیکو او هم د جنرال دوستم مخکینیو ناببره سیاسي تعاملاتو ته په کتو سره ممکنه ده، چې هغه له ولسمشر غني سره بیرته پخلا او په راتلونکو ټاکنو کې یې بیا ملاتړی شي .

دې ټولو ته په کتو سره ترکیې ته د ولسمشر غني سفر په یوه غشي د دوه ښکاره مانا لرلای شي .

البته دا جلا بحث دی، چې د افغانستان په تاوجنو امنیتي حالاتو کې د ولسمشر او اعلی سرقومندان په توګه د ښاغلي غني دا سفر څومره لومړیتوب و؟

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران