تاسې هغه څه ته رسېږئ چې غواړی یې

ژباړه: حمیدالله حمیدي
زیګ زیګلار هغه په خپل وروستي کتاب (تاسو دنیا ته راغلي یئ تر څو بریالي شئ) کې تل خپلو لوستونکو ته وايي؛ داسې کارونه تر سره کړئ، چې په کولو و ارزي.
دلته د نوموړي د کتاب هغه برخه راوړو، چې پنځو اړینو ټکو ته په کې اشاره شوې ده، دغه څه موږ ته دا را زده کوي، چې څنګه کولای شو د خپل ځان د پرمختګ لامل وګرځو؟ تر څو په خپل ورځني ژوند او کار کې د بریا لوړو څوکو ته ورسېږو.
هغه څه ته رسېږې، غواړې یې.
دا حقیقت باید ومنل شي، چې ښه او بد ژوند هغه دی، چې تاسو یې له خپله ځان څخه د لرلو تمه لرئ. که فکر کوئ، چې څه به له لاسه ورکړئ، نو ضرور به یې له لاسه ورکوئ. که فکر کوئ، چې یو عادي او معمولي ژوند ولري، نو تاسو به د هماغه ډول ژوند څښتن شئ. که فکر کوئ، چې په ژوند کې به له سختو ستونزو او کړاونو سره مخ شئ نو لرې نه ده، چې دغه څه به په خپلو سترګو و وینئ. اوس ښه خبره دا ده، چې د خپل ژوند او راتلونکې په اړه مثبت فکر وکړئ او داسې ژوند وکړئ څه ډول مو، چې خوښه وي.
ګاندي وایي: ((غوښتنو ته مو بدلون ورکړئ تر په ژوند کې هغه څه ته ورسېږئ، چې تاسو یې غواړئ.)
پر خپلو کارکوونکو پانګونه وکړئ او ښه یې وروزئ
له شک پرته، چې په شرکت کې د یوې ګروه کارکوونکو ساتل او هغوی ته د مهارتونو نه ور زده کول، له هغه بد دي، چې له دندې یې ګوښه کړئ. که د فوټبال یوه ټیم پوهه او تجربه ونه لري، نو لرې نه ده، چې له مقابلې ډلې، چې تجربه لري ماتې وخوري. که د یوه شرکت مشر په خپلو کارکوونکو پانګونه وکړي او ښه یې وروزي ډېر ژر به په خپلو چارو کې د پراختیا او پرمختګ شاهد وي، مانا دا چې د کارکوونکو روزل مصرف نه بلکي پانګه ده.
خلکو ته د هغه څه په اړه وعده ورکوه چې په وس دې پوره وي.
ډیری کسان خپلو ملګرو او دوستان ته داسې وعدې ورکوي، چې هېڅکله یې هم په پوره کولو نه دي توانېدلي. که څه هم، چې د وعده ورکوونکي نیت به پاک وي، خو بیا هم له وخت واړندې خلکو ته د دې ډول وعدو ورکول، د انسان شخصیت ته زیان رسولای شي. مدیران او شرکتونه ډیری وخت خپلو کارکوونکو ته وعدې ورکوي، خو که عملي یې نه کړي په اصل کې یې خپلو کارکوونکو ته په درنه سترګه نه دي کتلي او بې احترامي یې ورته کړې ده. نو که تاسو هم له چا سره وعده کوئ ښه ده، چې لومړی خپل ځان باوري کړئ، چې ایا زه کولای شم خپله وعده پر ځای کړم که نه؟ له هغه ورسته بیا ور سره ژمنه وکړئ.
خوښي تر لاسه کېږي، خو یوازې ځای یې پیدا کړئ.
زه باوري یم ، چې تاسو کولای شئ په ژوند کې خپلو ټولو غوښتنو ته ورسېږئ، خو یوازنۍ لاره یې دا ده، چې له نورو کسانو سره هم مرسته وکړئ، تر څو خپلو غوښتنو ته ورسېږي ځکه ټول خلک غواړي یو ښکلی او بریالی ژوند ولري.
کیدای شي تاسو پوه شئ، چې څه مو د خوښۍ او خوشالۍ لامل ګرځي او څنګه کولای شئ خپلو موخو ته ورسېږئ، خو په دې هم باید پوه شئ کله، چې په ژوند کې د هغه څه په اړه، چې تاسو یې نه لرئ وځورېږئ، پوهېږې ستونزه چیرته ده؟ ستونزه دا ده، چې تاسو د پاک خدای«ج» په هغه څه چې تاسو ته یې درکړي دي شکر نه دی ایستلی. که تاسو قدر پېژندونکي کسان نه یاست، نو هېڅکله به هم په ژوند کې خوښي ونه ګورئ او خوشاله به نه شئ.




وروستي مطالب