تازه؛ د IPL لیګ سږنۍ لوبي د اپرېل ۱۵مي ته وځنډېدې!

ټاکل سوې وه د هندوستان کورنۍ کرکیټ لوبي (ای پي ایل) د رواني مارچ میاشتي په ۲۹مه نېټه پيل سي، خو د کرونا ویروس له امله دا لیګ د اپرېل میاشتي ۱۵مي نېټې ته وځنډېد.
د کرکیټ نړیوالي شورا یا ای سي سي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه رسمي خبر خپور کړی، چي د ۲۰۲۰م کال د ای پي ایل لیګ چي ټاکل سوې وه د مارچ په ۲۹مه ترسره سي د کرونا ویروس له امله د اپرېل میاشتي ۱۵مي نېټې ته ځنډېدلی.
https://www.facebook.com/icc/photos/a.163728620312909/3230145983671142/?type=3&eid=ARDLDeVChooUPF-pFG4LAD1FjDPla89OnvCex0-JJRYIATP1TyyWGhUwexw7cVReonANiGHtrQZTTW77&xts%5B0%5D=68.ARBIlNsBHT-JWy19Kuc4KJ9CdHZon_RBf01etxUdCEFSh0j1W_NZ4-MiTz483pG7ExKmATAC5xxd-du1KLyhbvB8q5W7t8zJBSnX7kmYr0mX8gK3JS8dsHFLS2h-1uN8xpPckFP-S_7Mf-xpnJMw3wgUDNpKF3pvlklGQUWXE-W6CnihIA5t4Kyr_Qks-kkR1I1lO5Etv2BmtRUUqZpTzxbOhjVVB80VauOkNKgzcJkxXOxNWketpY8I0r9vRN2KXYmEdHl3IWtPKtPsGY-55HjtG8bOYOpF07zfcdAyxQ6hCt1J3aHycxU1dIkkq6dTG0n5oMZ3Vv-Bz_hFKlHGiI_3nA&tn=EHH-R
تر یاد خبر مخکي د هند کرکیټ بورډ آی پي ایل سیالیو کي د لوبېدونکو ټولو لوبغاړو ویزې ځنډولي وې او دوی خبر ورکړی وو، چي په دې اړه له خپل حکومت سره په خبرو بوخت دي.
د نړۍ د نورو پرمختللو هیوادونو ترڅنګ په هند کي هم د کرونا ویروس د پراخېدو ویره خپره سوې او تر اوسه پکښي د ۶۰ مثبتو پيښو راپورونه ورکړل سوي.
دې ویروس اوس په نړیواله سطحه یو بهران رامنځ ته کړی، چي له امله ئې د هندوستان د ای پي ایل لیګ ترڅنګ په ایران، ایټالیا، چین، اسپانیا او ګڼ شمېر نورو پرمختللو هیوادونو کي د فوټبال او ګڼي نوري سپورټي لوبي لغوه سوي.
د ټولي نړۍ په سطحه په کرونا ویروس ۱۲۰ زره کسان اخته دي، چي د دې ترڅنګ ئې بیا ۴۰۰۰ کسان هم وژلي دي.
د هندوستان د کرکیټ سوپرلیګ هر کال د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چي مینوال دا لیګ د ټولي نړۍ په سطحه لومړنی لیګ یادوي.

چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، ممبي انډینز، راجستان رویالز، رویال چلینجر بنګلور او سنرایز حیدرآباد هغه اته لوبډلي دي، چي په دې لیګ کي لوبیږي.
درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان آرمان او مجیب الرحمن هم په یاد لیګ کي لوبیږي، چي محمد نبي او راشد د سنرایز حیدرآباد او مجیب بیا د پنجاب لوبډلي برخه وال دئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




له دغو لارو چارو ګټه واخلئ او مه پرېږدئ چې مقابل لوری درته دروغ ووايي!

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

څېړونکي وايي چې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک کابو لس دقیقې هم له دروغ ویلو پرته نه شي تېرولای. نو د دغو شمېرو له مخې کولای شو ووايو چې زموږ د شاوخوا خلک د ورځې په ... نور ولولئ