فبروري 27, 2021

د تاريخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مؤسسه: طالبان بايد د تاريخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتابه په برخه کې ژمنتيا وښيي

د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب د نړیوالې موسسې مسوولان وایي چې، طالبانو د خپل حکومت پر مهال د افغانستان ګڼ تاریخي او فرهنګي اثار له منځه وړي وو.
د یادې موسسې مشرې شرل بننارد ویلي چې اوس د سولې خبرې روانې دي نو د دې اړتیا ده چې دغه ډله د افغانستان د تاریخ او فرهنګ د خوندیتابه په برخه کې خپله ژمنتیا وښيي.
هغې ویلي د سولې د خبرو په جریان کې د تاریخي اثارو ساتنه او په دې اړه د طالبانو ژمنه اخیستل باید د اجنډا برخه وي.
نوموړې زیاته کړې په افغانستان کې د اسلامي دورې او تر اسلام د مخه دورې مهم اثار شته دي چې د جګړو، طبعي پېښو، کمزوري اقتصاد او مافیايي کړیو د موجودیت له امله له خطر سره مخ دي.
د نوموړې په خبره نړیوال باید د دې آثاروساتنې او خوندي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب د نړیوالې موسسې داسې مهال دا غوښتنه کړې چې، اوس هم افغان چارواکي او فرهنګیان وایي چې د طالبانو په سیمه کې تاریخي او فرهنګي آثار په غیر قانوني ډول کيندل کېږي او قاچاق کېږي.
دوی وایي که په دې برخه کې اقدامات ونشي ښایي د افغانستان ګڼ تاریخي آثار له منځه ولاړ شي.
د تاریخي اثارو د ساتلو خبره داسې مهال کیږي چې ټاکل شوي ده نن دوشنبه قطر ته د افغان دولت مذاکراتي پلاوی لاړ شي.
پرون ورځ ولسمشر غني هم د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره د دولت مرکچي پلاوي سره ولیدل.
ولسمشر غني مذاکراتي پلاوي ته سپارښتنه وکړه چې له مقابل لوري سره د اساسي قانون په رڼا کې خبرې وکړي، ترڅو مذاکرات په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي.
ټاکل شوې چې نن دوشنبه حکومتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي او د سه شنبه په ورځ خبرې پیل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ