بې ارادې مبارزه

دوه بیلابیلو ادارو ته مې کار بند و. له ډیرو ګرځیدو را ګرځیدو یې ستړی کړم. اخر مې له کمیشنکارانو سره غوږ وجنګاوه، کاغذونه یې واخیستل او په لږ وخت کې یې کار خلاص کړ. په بله اداره کې خو زما کار نا ممکن وګڼل شو، خو چې ځان مې ګناه ګار کړ او پیسې مې ورکړې؛ نو ډیر ژر ممکن شو.
د دواړو ادارو له کمیشنکارانو سره مې د پیسو پر سر شخړه راغله. ما ویل اخر ولې په دومره لږ کار دومره پیسې غواړئ؟ له دواړو مې یو ځواب واورید او هغه ځواب حیرانونکی نه؛ خو شرموونکی و. حیرانونکی ځکه نه دی چې دا اوس په یوه اصل بدل شوی.
راته ویل یې:
ته څه فکر کوې، چې دا پیسې ټولې زه اخلم. دې کې ایله زر افغانۍ ماته پاتې شي، نورې ټولې ویشل کیږي!
د کمیشن کار خبره سمه وه. که د پیسو د ویش خبره نه وي، څنګه هغه کار چې مسوولین یې مراجعینو ته ناممکن بولي، کمیشن کارانو ته ممکن کوي؟ هماغه د ناممکنه کارونو کاغذونه د مسوولینو له مخې تیریږي او د هغوی لاسلیک پرې کیږي.
خبره دا ده چې دلته فساد یو زنځیر دی. دا زنځیر له کوچنیو او غټو کړیو جوړ دی. هره کړۍ پکې خپل نقش او خپل تاثیر لري، ځینې کړۍ خو دومره غټې دي چې د زنځیر په ډیره پورتنۍ برخه کې ځای لري. همدا لامل دی چې د دې زنځیر د شلولو لپاره هیڅ طرحه نه عملي کیږي او دا ځکه چې دا طرحې هم د همدې زنځیر له کړیو راوځي.
تاسو به بار بار په خبرونو کې د فساد پر ضد د مبارزې د کمیسیونونو د جوړیدو په اړه اوریدلي وي او وروسته به مو دا هم اوریدلي وي چې خپله کمیسیون د فساد په ځالو بدل شوی.
تاسو به اوریدلي وي چې یو لوړ رتبه پلاوی په غور او فش ولایتي ادارو ته راشي، سړی داسې فکر کوي چې اوس به له دیخوا لاس تړلي کسان په رنجرو کې بار شي؛ خو د پلاوي غړي چې کله لکه وږي غوایان غوړ دسترخوان ته سرونه ټیټ کړي او تحفو ته جیبونه پرانیزي، نو هر څه ختم او کیسه بدله شي.
که حکومت د فساد پر ضد د مبارزې اراده لري او تمثیل نکوي، نو نه څیړنې ته اړتیا شته او نه کمیسیون ټاکلو ته. کومې ادارې ته دې مراجعه وکړي. څو شیبې دې له یوه کمیشنکار سره د یوه عادي وګړي په توګه خبرې وکړي، هغه به ورته د ټولو هغو کسانو نومونه واخلي چې د کار پر ځای یې فساد ته لاسونه بډوهلي.
افغانستان اوس د شیدو د هغې بې صاحبې غوا په څير دی چې په دښته کې شپنو ته په لاس ورشي، تي یې تر هغې کشوي او زبیښي چې د شیدو پر ځای ترې وینه را و بهیږي.
دا وطن چې تر څو رښتینی صاحب پیدا کوي، همداسې به زبیښل کیږي. دا وطن د یوې ډیرې کمبختې مور په څیر دی چې په څه خوارۍ اولادونه لوي کړي او بیا چې لوی شي نو پر خپلې خوارې مورکۍ خولې لګوي.
وطنه،
ستا قسمت د ژړیدو دی او ستا قسمت د بدلیدو دی؛ خو دا بدلون خدای خبر که په خپل ژوند ووینو.
محمد نعمان دوست
د غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۷