بېن سټوکس د هېلمېټ د ماتېدو سربېره، له وېرې پرته لوبه وګټله!

ليکنه: سميع الله درانی
په نیوزیلېنډ کې زېږېدلی الراونډر ۲۸ کلن بېن سټوکس د یکشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۵ مه نېټه د انګلستان لپاره د اتل رول ولوباوه او د انګلستان ملیونونه نفوس یې په خوښۍ ونازاوه.
هغه د انګلستان په هیډینګلي لوبغالي کې خورا شانداره اننګز ولوباوه، نوموړي د دریمې ټېسټ لوبې په وروستۍ ورځ د اسټرالیا ۳۵۸ منډو هدف ته په خورا دقت سره ځان ورساوه.
الراونډر سټوکس د لوبې په اوږدو کې د اسټرالیایي چټک ښي لاسي بالر جاش هزل ووډ په بونسر توپ په هېلمېټ ولګېد؛ هېلمېټ یې مات شو، له خولۍ څخه یې ټوټې ولوېدې؛ خو هغه بیا هم وېره ونه کړه او د فولادي غر په څېر د بالرانو مخې ته ودرېد.
په همداسې یو بونسر اسټرالیایي سمېت په دوهمه ټېسټ لوبه کې د جوفرا ارچر له خوا لګېدلی و، چې دریمه ټېسټ لوبه کې هغه کېنول شو؛ خو بېن سټوکس بیا هم ودرېد او بالاخره د انګلستان لپاره یې د لوبې د قهرمان رول ادا کړ.
سټوکس له جو روټ سره اوږده ملګرتیا وکړه او په یوه وېکټ یې انګلستان ته بری ورکړ.
کیڼ لاسي الراونډر بېن د ۲۱۴ توپونو مخه وکړه، په دغو توپونو یې ۱۹ پولې یا بونډریانې ولوبولې، ۸ یې شپږیزې او ۱۱ یې څلوریزې ووهلې، ده ۱۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ د لوبې د بریا بېټ یې په وروستیو کې اوچت کړ او له لوبغالي بریالی بهر شو.
انګلستان لپاره دا یواځېنی لوبغاړی شو، چې اشېز سیالیو کې یې د هیرو کردار ادا کړ.
حشمت الله شهیدي هم د نړیوال جام پرمهال لګیدلی و
که ستاسې یاد شي حشمت الله شهیدي په نړیوال جام کې د انګلستاني مارک ووډ په بونسر ولګېد او له هغه وروسته یې استقامت بایلود، له توپ څخه یې تېښته کوله او همغه و، چې وسوځېد.
خو بېن سټوکس د لګېدلو سربېره ونه ډار شو او بریالی اننګز یې ولوباوه.

وروستي مطالب