د بیزو دانې ناروغي؛ نښې او مخنیوی یې!

ژباړه

دا  ناروغي څنګه  انتقال او نښې یې څه دي؟
مخنیوی او درملنه؟

د بیزو دانې یوه نادره وایروسي ناروغي ده چې د انسان او څارویو ترمنځ ګډه منشاء لري.
دا وایروس له څارویو انسان ته سرایت کوي.
د بيزو دانې ناروغي د تنفسي سیستم د څاڅکو له لارې له روغ څخه ناروغ کس ته انتقال کوي. له ۱۵ تر ۲۱ ورځو یې د ناروغۍ دوره ده.
د برید پړاو یې له اخته کېدو تر پنځمې ورځې دی او د دانو او ټپونو څرګندېدل له یوې تر درېیو ورځو له تبې وروسته وي.
شدیدې پېښې یې په ماشومانو کې ډېرې لیدل کېږي.

د دغې ناروغۍ نښې؛

د پوستکي ناروغي او د دانو راختل؛
تبه او د عضلاتو درد؛
ستړیا او د بیزو دانې ناروغي؛
د لنفاوي غُدو پړسوب؛

د ناروغۍ مخنیوی او درملنه؛

تر اوسه د دغې ناروغۍ د مهارولو او مخنیوي لپاره درمل نه دي چمتو شوي، خو د روغتیا نړیوال سازمان د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره، د فردي پاکوالي او په اومه/ خام ډول د حیواني محصولاتو له خوړلو ډډه کول، اړین بولي.