بي بي خدیجه رضی الله تعالی عنها؛لومړنۍ مېرمن چې اسلام یې قبول کړ

ژباړه

د پلار نوم خُویلد بن اسد او د مور نوم یې فاطمه و. بي‌بي خدیجه له لېږد/ هجرت څخه 68 کاله دمخه یې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې. دا څلوېښت کلنه او مبارک پیغمبر ص مو پنځه ویشت کلن و چې واده یې سره وکړ. بي‌بي خدیجه د نسب له مخې حضرت محمد ص ته، تر نورو مېرمنو یې ورنږدې وه. بي‌بي خدیجې د روژې میاشت کې، د بعثت پر لسم کال د حق بلنه ومنله.  دا وخت د ابوطالب له مړینې لږ وخت وتلی و. حضرت محمد (ص) بي‌بي خدیجه په (حجون) کې په خپلو مبارکو لاسونو خاورو ته وسپارله.

له حضرت محمد (ص) سره د واده ثمره یې:

په دې اړه د تاریخ لیکونکو نظرونه مختلف دي؛ خو پر هغه چې ډېری یوه خوله دي, وایي شپږ والادونه یې لرل:

قاسم او عبدالله چې طاهر او طیب یې هم ورته ویل. بي‌بي رقیه، ام کلثوم، بي‌بي فاطمه او بي‌بي زینب یې لوڼې وې.

مشره لور یې بي‌بي رقیه وه، دا نورې (زینب، کلثوم،  فاطمه) په ترتیب ورپسې نوبت وې.

زامنو یې د پلار بعثت ونه لید او وفات شول؛ خو لوڼو یې د پلار بعثت درک کړ.

د جاهلیت په دوران کې:

پر سوداګرۍ بوخته وه. مال او شتمنیو یې د سخاوت سترګې نه وې تړلې او تل یې بېوزلو سره مرستې کولې. دا هماغه وخت هم پاک لمنې او د خلکو ترمنځ د هوښیارې پر نوم مشهوره وه.

مسلمانېدل یې:

لومړنی کس چې مسلمانه شوه.  لومړنۍ مېرمن وه چې پر لمانځه ودرېده او له حضرت محمد (ص) سره یې یو ځای رب ته سجده وکړه او تندی یې پر ځمکه کېښود.

تاریخ لیکونکی وایي چې د حضرت محمد (ص) یوې بلې مېرمنې کیسه کړې وه:

” کله چې حضرت محمد ص به کوم پسه حلال کړ، تل به یې د خدیجې خپلوانو ته هم ور وېشه. یوه ورځ چې له کوره ووته؛ نو د خدیجې ستاینه یې پیل کړه.  زما نور زړه ورته راپه تنګ شو، ورته ومې ویل:  خدیجه یوه زړه ښځه وه، تر هغې خدای ښه درکړې!

د غوسې نښې یې پر مخ ښکاره شوې او رامخ یې کړل:  هېڅکله داسې نه دي، تر هغې غوره بله ماته نه ده راکړل شوې. دا همغه ښځه وه چې ټوله نړۍ په کفر کې ډوبه وه او دې پر ما ایمان راووړ. خپله شتمني په کړکېجنو حالاتو کې زما په واک کې راکړه. له هغې نه خدای (ج) ماته هغه اولادونه راکړل چې نورو مېرمنو ته مې یې نه دي ورکړي.”

مړینه یې:

د ابوطالب تر مړینې لږ موده وروسته، د بعثت د کال د روژې په میاشت کې وفات شوه. حضرت محمد ص غسل ورکړ، او هماغه کفن یې ورواغوست چې جبرییل علیه سلام د خدای (ج) له لوري ورته راوړی و. حضرت محمد ورپسې ژړل او اوښکې یې پرې تویولې. قبر یې په حجون کې دی.

سرچینه:  روشنا ….