بوش: اندېښمن یم، هسې نه طالبان بیا واک ترلاسه کړي

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي چې دی د جو بایډن پر پرېکړه اندېښمن دی.

جورج بوش زیاته کړې چې که چېرته امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه ووځي هسې نه طالبان بیا واک ته ورسېږي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته طالبان واک ته ورسېدل نو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به له منځه یوړل شي او د افغان ښځو او نجونو حقونه به واخیستل شي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه تاریخي تېروتنه بلل شوې او زیاته شوې چې که چېرته امریکا افغانستان یواځې پرېږدي نو بلاخره به د اسامه بن لادن هغه نظر په حقه ثابت شي چې ویلي یې و امریکا به په اخیر کې وتښتي.

ورځپاڼه زیاتوي، وروسته له شلو کلونو څخه امریکا ته په کار نه ده چې افغانستان په یوازې ځان ترهګرو ته په میدان پرېږدي او دا احتمال هم شته چې دا هېواد به یو ځل بیا د طالبانو د واک شاهد وي او په همدې توګه به د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.

مقاله کې وړاندې راغلي چې که چېرته امریکا له یو قوي ضمانت څخه پرته افغانستان پرېږدي نو دا په دې مانا ده چې امریکا هم خپلې او هم د افغانانو شل کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو کوي او غواړي افغانستان یو ځل بیا تېرې تورې شپې تجربه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ولسمشر بایډن د سپټمبر میاشتې پر ۱۱مه له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو پرېکړه کړې ده.

وروستي مطالب