بوسټ د سوپر سیکس مرحله کې امو زون څخه ماتې وخوړه 

د افغانستان د کورني کرکټ دویم پړاو «لیست ای» سیالیو سوپر سیکس مرحله کې نن د بوسټ زون د کرکټ لوبډله د امو زون خلاف په سیالۍ کې مخامخ وه، چې پکې بوسټ لوبډلې د ټاس په ګتلو امو لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

امو زون لوبډلې د لوبډلمشر جاوید احمدي او ریاض حسن د سلیزو پرمټ په ټاکلو ۵۰ اورونو کې بوسټ لوبډلې ته د ۳۱۹ منډو هدف ورکړ، خو بوسټ لوبډله یې په ځواب کې پاتې راغله او یواځې د ۲ منډو په توپیر سره یې ماتې وخوړه.

په ځوابې لوبه کې کریم صادف برید کونکې چټکه لوبه پیل کړه، چې په ۳۶ توپونو یې ۷۵ منډې جوړې کړې، خو په وروسیتیو کې یې لوبډله د ستونزو سره مخ شوه.

په سیالۍ کې شراف الدین اشرف د بوسټ لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 د سبا ورځ په سیالۍ کې به مرکزي زون کابل د میس عینک خلاف او راتلونکې بلې سیالۍ کې به د جمعې ورځ سپین غر لوبډله د بند امیر خلاف بخت و ازمايي.  

 د غازي امان الله خان په نوم دویم پړاو «لیست ای» سیالیو کې د ۶ زونونو کابل، سپین غر، بند امیر، میس عینک، امو او بوسټ لوبډلې شاملې دي، چې پکې سپین غر مخکښه لوبډله ده.

 د لیسټ ای په نوم د کرکټ دا ۵۰ اوریزه سیالۍ، چې د روانې جولاي میاشتې په ۱۰ مه نېټه پیل شوي دي، د همدې جولاي میاشتې تر ۲۷ مې نيټې پورې به دوام وکړي.




وروستي مطالب

شکېب الحسن خپلې غوسې جرمانه کړ

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او ... نور ولولئ