هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کلتور او هنر

د سنجي دت بهومي د خپریدو په لومړۍ ورځ له تود هرکلي سره مخ شو

 

له سینما څخه د لرې پاتې کیدو له یو ځنډ وروسته وتلی اکټر سنجي دت د ” بهومي“ په نوم د غچ اخیستنې له یو فلم سره بیرته د سینما په پرده راڅرګند شو.

دا فلم چې یو پلار په کې د خپل لور سره د شوي زورزیاتي د غچ په لټه دی، او د یو پلار او لور پر رشته راڅرخي، د متقدینو له خوا پرې نیوکې وشوې، خو عامو لیدونکو بیا د فلم د خپریدو په لومړۍ ورځ په پراخه پیمانه سینماګانو ته مخه کړه او د سنجي دت سینما ته د بیرته راستنیدو فلم یې وکوت.

د باکس افس شمیرې ښيي چې فلم په لومړۍ ورځ ۲۵ میلونه هندي روپۍ ګټلي دي چې په لومړۍ ورځ د یو فلم لپاره ډيرې پیسې دي.

دا فلم د سیپټمبر په ۲۳ نیټه یعنې د شنبې په ورځ په هندوستان کې په شا او خوا دوه زره سینمايي تالارونو کې وښودل شو.

ددې فلم ډایرکټر اومنګ کومار دی او په کې ښځینه مخکښه اکټره ادیتې راو حیدري ده.

د سنجي دت بهومي په باکس افس د شراده کپور له ( نیو ټاون ) فلم سره په سیالۍ کې دی. نیوټاون کې بیا حسینه پرکار او راجکومار راو لوبیدلي دي.

اوس به وکتل شي چې د سنجي دت فلم وړاندې څه کوي دا خو یې لومړۍ ورځ وه.

خو د هندي سینما څارونکي باور لري چې که څه هم د سنجي دت پر بهومي فلم د فلم نقاداتو انتقادونه کړي، او له نیمګرتیاوو ډک یې بللی خو بیا هم د سنجي دت مینه وال غواړي له اوږده غیابت وروسته نوموړی یو ځل بیا د سینما په پرده په نوې فلم کې وګوري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */