بهرنیو چارو وزارت: د ناټو د وروستیو څرګندونو هرکلی کوو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت د ناټو له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې دغه سازمان د افغان پوځ روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سرتېرو د پیاوړتیا او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ناټو مرستې خورا مهمې دي او افغان حکومت په درنه سترګه ورته ګوري.

افغان حکومت دغه راز وایي چې د ناټو او افغان حکومت رامنځ ته شوې هوکړې پر خپل ځای دي او دواړه اړخونه به په ګډه په سیمه کې د ترهګرۍ د شته ګواښونو پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ناټو سرمنشي وويل، چې د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ نوی فصل پرانیزي او په درې برخو کې همکاري کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په فرانسه کې د یاد هېواد له ولسمشر امانویل ماکرون سره د لیدنې پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.

د ناټو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې په افغانستان او عراق کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه خبرې شوې دي.

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د دندې د پای ته رسېدو په اړه ویلي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای ته رسېدو سره نوی فصل پرانیزي.

هغه زیاته کړې چې په راتلونکې کې د ناټو ملاتړ په درې اصلي برخو کې دی، چې لومړی د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا لوړول او مشورې ورکول او دغه راز د دومداره مالي مرستې برخه کې ملاتړ دی، دویم ځانګړو ځواکونو ته له افغانستان څخه بهر نظامي زده کړې او درېیم د کابل هوایي ډګر د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودجې برابرول دي.

وروستي مطالب