بهرنیو چارو وزارت: افغان او امریکايي لوری د کنګل شوې شتمنۍ په اړه غږېدلي

بهرنیو چارو وزارت د کنګل شوو شتمنیو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان پلاوي په اوسلو کې د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې دغه خبرې رغنده وې او ژر به پایله ولري.

په اعلامیه کې راځي چې په دې مذاکراتو کې همدا راز د ښځو د حقونو، بشري حقونو د رعایت، ښوونځیو د پرانیستل کېدلو او نورو مواردو په اړه د نړیوالې ټولنې پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت دغه درې ورځنی سفر د افغانستان لپاره له لاس ته راوړنو ډک بولي او ټینګار کوي چې دوی له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دغه ډول اړیکې به ادامه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي، چې که چېرته امریکا د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني نو پر وړاندې به یې ګواښونو ته ادامه ورکړي.

نوموړي له الجزیرې سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که امریکا د افغانستان نوی سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني؛ نو زیان به وکړي.

هغه څرګنده کړې ده چې امریکا په دې کار سره له افغانانو سره په ښکاره د دښمنۍ دروازې پرانیستي پرېږدي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته نړۍ دوی په رسمیت وپېژني نو له هغه وروسته به نړۍ ته هیڅ راز ګواښ متوجه نه وي او هیڅ ترهګریزه ډله به په افغانستان کې د پښې ځای ونه لري.

حقاني ویلي چې دوی له امریکا سره په دوحه کې شوي تړون ته په بشپړه توګه ژمن دي او له امریکا هم غواړي چې یاد تړون ته وفادار پاتې شي.

د یادونې ده چې نړۍ د افغانستان د نوي سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د پراخ بنسټه دولت رامنځته کېدل، بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره مبارزه او دغه راز له نړیوالو ترهګرو مشخصاً له القاعده ډلې سره د اړیکو پرې کول د اساسي شرطونو په توګه ټاکلي دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله