بهرنیو چارو وزارت؛ اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور تښتول کېدل وغندل

اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور تښتول کېدو ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی دی.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر یاده پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

اعلامیه کې له یاد هېواد څخه په کلکه غوښتنه شوې ده چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي، عاملین دې ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د ویلو ده چې په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله علي خیل لور سلسله علي‌خیل د سرطان میاشتې په ۲۵مه کور ته د ستنېدو پر مهال د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شوه.

علي‌خېل د تښتوونکو له لوري سخته ربړول شوې او اوس مهال تر صحي مراقبت لاندې ده.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ