بهرنیو چارو زوارت: سرحدي سیمو کې د نښتو مخنیوی کېږي

بهرنیو چارو وزارت وایي هڅه کوي په سرحدي سیمو کې د نښتو او ناندریو مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له ایران سره پر پوله نښته د سرحدي چارواکو په مرسته پای ته رسېدلې ده.

نوموړی وایي د ا.ا.ا هڅه کوي چې په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیسي.

پرون په نیمروز کې د افغان او ایراني عسکرو تر منځ په سرحدي سیمه کې نښته شوې وه.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې نښته کې هېڅ لوري ته تلفات نه دي اوښتي او نښته ختمه شوې ده.

حکومتي چارواکو ددې نښتې د اصلي لامل په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ایراني ځواکونه په هرات او نیمروز کې په ځينو سیمو کې افغان لوري ته مخ ته راغلي او هڅه کوي تاسیسات جوړ کړي.

ایران هم تر دې دمه د وروستۍ نښتې په اړه غبرګون نه دی ښوودلی.

About عاقله اسد 1171 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله