بن هغه نوم چې په اورېدو يې هره ښځه ټکان خوري

په پښتنه ټولنه کې د یو سړي د ښځو شمېر چې لۀ یوې ډېر شي نو بنې یې بولي او د بنو تر منځ اکثره وخت جنجال وي؛ یانې ښځه هیڅکله دا نشي منلی چې د ژوند ملګری یې لۀ کومې بلې ښځې سره شریک وي؛ او دا بن پۀ پښتنو ښځو هغه وخت راځي چې یاخو یې اولاد هیڅ نه وي او یا یې نارینه اولاد نۀ وي. یا کم وي. ځینو ته یې کونډې پاتې وي.
بن هغه نوم دی چې ټولې ښځې ترې وېرېږي او کله یې زړه دا نه مني؛چې د خپل ژوند شریک له بلې ښځې سره شریک کړي او بن ولري.د بنې راتګ ډېر وخت لومړۍ ښځې ته د رټل کېدو،له پامه غورځېدو او بدمرغۍ په معنی وي.

په افغانستان کې د شرعي احکامو او عنعنوي انګېرنو له مخې ځینې نارینه د دوو تر څلورو ودونو فکر کوي چې ځینې خو یې آن هغه شرعي شرایط هم نه شي پوره کولای.

پدې اړه ښځو پۀ لنډیو کې خپل زړۀ تش کړی او د بنې پۀ اړه یې رنګارنګ اظهارات څرګند کړي دي.
د مثال پۀ ډول یوه لنډۍ داسې ده چې:

ولې دې بن راباندې وکړه
کور مې کولو زوی به خدای نۀ راکاونه

دا نو یوې داسې مېرمنې د زړۀ آه دی چې بل هیڅ مشکل یې نه درلود؛مګر صرف د زوی نه شتون ( چې خدای نۀ ورکاوۀ) د دې سبب شو چې بن پرې راشي، او دا د بن قبلول د دې لپاره سخت دي نو خپل زړۀ یې پۀ یاده لنډۍ کې تش کړی.
همداشان یوه بله لنډۍ کې وایي چې:

د بنې غږ راباندې وشو
لۀ وړې لور سره لۀ کټه پرېوتمه

لۀ دې لنډۍ هم مالومېږي د یادې مېرمنې زوی نشته او د بنې د درانه غږ له وهمه لۀ خپلې لور سره له کټه پرېوتې ده. چې دا له لور سره له کټه پرېوتل دا ثابتوي چې زوی یې نشته او لۀ دې امله ورباندې بن راغلې.

بل ځای وایي:

یوه دې وه بله دې وکړه
مه پرې سودمن شې مه دې ډېرشه زامن، لوڼه

یا دا چې:

جلکۍ زما لالیه دې وکړ
بخت دې سپېره دی زه به بن پسې درځمه
دا او دې ورته ډېر مثالونه شته چې د بنې غندنه پکې شوې او شکایت ترې شوی…
کله چې يوه انجلۍ واده کوي؛ هیڅکله نه غواړي چې يوه پردۍ جلۍ يې خاوند ته وګوري حتي خبرې ورسره وکړي پاتې شوه د بلې ميرمنې خبره. بله ميرمن خو په هيڅ صورت نه مني.ځکه بن له بنې سره په هر ښه اوبد کار کې ضد کوي.يو بل ته له اخرې اندازې تاوان رسولی شي. هره ميرمن له دغو کارونو څخه ويريږي او بن نه قبلوي. يوه واده شوي ښځه خاوند سره په ټول ژوند کې شريکيږي لکه کور، پيسې، موټر، اسباب … نو هيڅکله هم يوه واده ښځه نه غواړي چې دوهم کس يې په کور کې ژوند وکړي او په مال، کور، او خاوند کې ورسره شريکه شي.
که يو نارينه له شرعي عذر پرته بل واده کوي فکر کوي چې د بلې ميرمنې په کولو سره به يې ژوند نېکمرغه شي اشتباه کوي. ځکه په ډېرو کورونو کې يې د خوښۍ فضا له مينځه وړې او په کور که هغه د پخوا په څېر سکون او آرامتيا نه وي پاتې. دپخوا په څېر هېڅ هم نه وي پاتې.
نو ښه به داوي چې یو واده وکړئ په خپله خوښه يې وکړئ.

وروستي مطالب