Advertisements
سپورټ

بنګلور د تیر کال اتلې ممبيي مخکې تګ ستونزمن کړ 

د هندوستان د کورني کرکټ یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله دریم بریا ترلاسه کړه، خو بنګلور لوبډلې د د تیر لسم پړاو سیالیو ګټونکې ممبيي انډینز لوبډلې مخکې تګ ستونزمن کړ.

 تر دې مهاله دواړو لوبډلو په روانو لیګ سیالیو کې خپلې ۸ لوبې ترسره کړې، چې بنګلور د ۳ بریا په خپلولو سره ۶ او ممبيي د ۲ لوبو په ګټلو سره ۴ پواینټونه خپل کړي دي.

 په لمړي راونډ کې هره لوبډله ۱۴ لوبې ترسره کوي، چې د ډیرو لوبو ګټونکې ۴ لوبډلې بل پړاو ته ترې لار پیدا کوي او باید یوه لوبډله د خپلو ۱۴ لوبو څخه په ۸ سیالیو کې د مخکې تګ لپاره بریاوې خپلې کړې.

که چیرې ممبيي لوبډله د خپلو راتلونکو ۶ لوبو څخه یوازې په یوه لوبه کې هم ماته وخوري، نو د روان یولسم پړوا (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې یې د مخکې تګ چانس کمیږي او آن ختمیدلی هم شې، که مقابل کې یې ۴ نورې لوبډلې د ممبيي څخه زیاتې بریاوې خپلې کړې.

 د یولسم پړاو (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په روان سیزن کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو له ډلې څخه اوس د چینايي سوپر کینګز لوبډله په لمړي، سنرایزرز حیدر اباد لوبډله په دویم، پنجاب په دریم، کلکته نایټ رایډرز څلورم، رایلز چیلینجرز بنګلور پنځم، راجستان رایلز شپږم، ممبيي انډینز اووم او ډهلي ډریډ ویلز په وروستي اتم مقام کې ځای لري.

 د چینایي او حیدر اباد لوبډلې له دې وروسته د خپلو ۶ لوبو څخه د ۲ او پنجاب لوبډله ۷ لوبو څخه په ۳ لوبو کې د بریاوو په خپلولو سره د مخکې تګ چانس ترلاسه کولی شي، خو د پاتې ۵ لوبډلو بنګلور، راجستان، ممبيي او ډهلي لوبدلو ترمنځ اټکل یو څه ستونزمن ښکاریږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی