د بنګله دېش او زیمبابې کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش هیواد په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې پرون یکشنبه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره سوه، چي بنګله دېش په ۱۶۹ منډو توپير زیمبابې ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی بنګله دېش توپوهنه وکړه. بنګله دېش په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره زیمبابې ته د ۳۲۲ منډو ستر هدف وټاکه.
د بنګله دېش لپاره لیټن ډاس ۱۲۶، محمد ۵۰، محمدالله ۳۲، نجمیل حسن، محمد صیف ۲۸ او تمیم اقبال بیا ۲۴ منډي جوړي کړې.
د زیمبابې لپاره دوې ویکیټي چرېس مپوپو، خو کارل ممبو، مدویري، ډونالډ ټریپانو او موتوم بوتزي بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیستله.
کله چي د زیمبابې لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ئې د لوبي په ۳۹،۱ آورونو کي یوازي ۱۵۲ منډي جوړي کړې او د بنګله دېش څخه ئې په ۱۶۹ منډو توپیر سخته ماته وخوړه.
د زیمبابې یوه لوبغاړي ۳۵ منډي جوړي کړې، خو نور ټول لوبغاړي ئې په کمو منډو وسوځېدل.
د بنګله دېش لپاره بیا صیف الدین درې، مرتضی او مهدي حسن دوې ـ دوې، خو رحمن او تاجل اسلام بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیستله.
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا سې شنبه او درې یمه یو ورځنۍ لوبه بیا د راتلونکي جمعې په ورځ ترسره کړي.
جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول
ژباړه د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي. • د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي