سپورټ نړیوال کرکټ

بنګله دیش د ویسټ انډیز سفر کې بې وسه ښکاري

 په ویسټ انډیز کې د ویسټ انډیز او میلمه بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ سیالي هم د لمړۍ لوبې د برخلیک سره مخامخ ده.

بنګله دیشۍ لوبډله په لمړۍ سیالۍ کې په ۱۴۴ او ۴۳ منډو سره سوځیدلې وه، چې پکې ویسټ انډیز د ۲۱۹ منډو په توپیر سره بنګله دیش ته ماته ورکړې وه.

 په دویمه ټیسټ لوبه کې هم د بنګله دیش حالت خراب دی او یو ځل بیا یې د ۱۴۷ منډو سره ټول لوبغاړي په لمړۍ پاڼۍ کې بایللی دي.

په سیالۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې د ۲۰۵ منډو مخکې والي سره سره دویمه پاڼۍ هم تر ۱۹ منډو رسولې ده او د ۲۲۴ منډو لیډ د ځان سره لري.

 په ویسټ انډیز کې د کوربه ویسټ انډیز او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالیو لوۍ په موخه بنګله دیشۍ لوبډله ویسټ انډیز ته تللې ده، چې په لمړۍ سیالۍ کې بنګله دیشۍ لوبډلې د خپل ټیسټ کرکټ په تاریخ کې بد ترینه ماتې وخوړه، خو دویمه سیالۍ کې یې هم ورته حالت ښکاري.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې ده، چې د روان سیریز وروستۍ لوبه ده.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ټیسټ سیالیو وروسته د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې جولاي میاشتې د ۲۲ مې نیټې څخه پیل شي، خو د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ به د روانې جولاي میاشتې وروستۍ ۳۱ مې نیټې څخه په ویسټ انډیز کې پيل شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی