Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

بنګلدېش د سریلانکا سفر ته لوبډله اعلان کړه.

لیکنه : عبدالله عادل

بنګلدېش د سریلانکا خلاف د یو ورځنیو لوبو سریز ته لوبډله اعلان کړه

یوازي دوې ورځي وړاندي د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام پای ته ورسېد چیري چي د بنګلدېش لوبډلي نسبتاً ډیري ښې لوبي نندارې ته وړاندي کړې.

نن د بنګلدېش کرکټ بورډ د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي د یو ورځنیو لوبو لوبیز سفر ته خپله لوبډله اعلان کړه.

د بنګلدېش لوبډله به تر سفر وړاندي په شېر بنګلا کرکټ ملي لوبغاړي کي درې ورځنی تمریناتي کمپ ترسره کړې او د جولای پر ۲۰مه به د سریلانکا کولمبو ته سفر وکړي.

بنګلدېش لوبډله په یاد سفر کي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي ۳ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي.

د دواړو هیوادونو تر منځ به د سریز لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای پر ۲۶مه ، دوهمه یو ورځنۍ لوبه د جولای پر ۲۸مه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای میاشتي پر ۳۱مه ترسره کړې.

د بنګلدېش نوملړ:

مشرفي مُرتضی (لوبډلمشر) ، تمیم اقبال ، سومیا سرکر ، انعام الحق ، محمد میتیون ، مشفق الرحیم ، محمدالله ، مصدیق حُسین ، شبیرالرحمان ، مهدي حسن میراز ، تاج الاسلام ، رُبیل حُسین ، سیف الدین او مصطفیض الرحمن.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی