اپریل 17, 2021

بنګلديش په لومړي ځل هندوستان ته ماته ورکړه!

ليکنه: مدثر دعوت
تيره شپه د هندوستان او بنګلديش ترمنځ د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ پيل سوه.
د لوبي پچه بنګلديش وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
هند په پوره ۲۰ اوورنو کي په ۶ ويکټو ۱۴۹ منډي هدف وټاکی.
شيکرداون ۴۱،شرياس اير ۲۲ او ريشب پنت ۲۷ منډي وکړې.
د بنګلديش لپاره امين الاسلام ۲ او عفيف حسين يوه ويکټ ترلاسه کړه.

بنګلديش د ۱۴۹ هدف د ماتولو په تکل توپوهنه پيل کړه.
محمدنعيم ۲۶، سمايا سرکار ۳۹ او مشفيق الرحيم ۶۰ منډي وکړې.
د هندوستان لپاره چاهار،خليل احمد او چاهال يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
بنګلديش په وروستي اوور کي هدف ته ځان ورسوی او لوبه يې په ۷ ويکټو وګټله.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه مشفيق الرحيم وګټله.

تر دې لوبي وړاندي هند او بنګلديش په ۲۰ اووريز کريکټ کي ۸ ځلي سره مخ سوي وه خو بنګلديش هيڅ لوبه نه وه ګټلې.
دا لومړی ځل دی چي بنګلديش د هند څخه شل اووريزه لوبه ګټي پداسي حال کي چي هند کوربه هيواد وو.
د بنګلديش او هند ترمنځ دويمه شل اووريزه لوبه د پنجشنبې په ماښام ۰۶:۰۰ بجې ترسره کيږي.