ليکنه: مدثر دعوت
د بنګلديش، ويسټ انډيز او ايرلينډ ترمنځ د ۳ اړخيزه يو ورځنيو لوبو د سيريز پايلوبه د بنګلديش او ويسټ انډيز ترمنځ وه.
د لوبي پچه بنګلدیش وګټل او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
ويسټ انډيز په ۲۰.۰۱ اوورونو کي د يوه لوبغاړي په سوځيدو سره ۱۳۱ منډي کړی وې خو لوبه د باران له کبله ودریده.
شی هوپ ۷۴، امبريس ۶۹ او براوو ۳ منډي وکړې.
د بنګلديش لپاره مهدي حسن مهراز يوازي يوه ويکټ ترلاسه کړه.
تر ډير انتظار وروسته لوبه پيل سوه او داځل د DL ميتود پربنسټ د لوبڅارانو په مشوره ويسټ انډيز په ۲۴ اوورونو کي بنګلديش ته ۲۱۰ منډي هدف وټاکی.
د بنګلدیش لپاره تميم اقبال ۱۸، سمايا سرکار ۶۶، مشفیق الرحيم ۳۶، محمدالله ۱۹ او مصدق حسین په ۲۴ توپونو ۵۲ منډي وکړې.
د ويسټ انډيز لپاره ريفر او ګبريل دوې دوې ويکټی واخيستې او الين يوه ويکټه واخيسته.
بنګلديش وکولای سول چي په ۲۲.۰۵ اوورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو د ويسټ انډيز هدف ته ځان ورسوي او لوبه يې وګټله.
ددې لوبي غوره لوبغاړی مصدق حسین سو، خو د سيريز غوره لوبغاړی بيا ويسټ انډيزی شی هوپ سو.
پدې ۳ اړخيزه سيريز کي چي د ايرلينډ په کوربتوب ترسره سو، بنګلديش ۳ ، ويسټ انډيز ۲ خو ايرلينډ هيڅ لوبه ونه ګټله، ۲ لوبي د باران له کبله بې نتيجې سولې.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ