بنګالی جاله وان او کب نيوونکی؛ حماقت، ورک مغزي او بې پایلې هڅې

بنګالي جاله وان او کب نيوونکي چې کله د کوم شخص د حماقت، ورک مغزۍ او بې پايلې هڅې يادونه کوي؛نو دا خلک داستان خامخا وايي.

د خليج بنګال په يوه وړاندې پروت ټاپو کې يو جاله وان اوسېده، ټولو به ساده ګل باله، ساده په فطري توګه زيارکښ، مخلص او تکړه؛ خو له دماغو لږ سست و چې هر کار به يې کاوه په پیل کې به يې يو نه يو داسې حماقت کړی و چې کار به يې له امله سرچپه کېده – د بېلګې په ډول د ماهيانو د نيولو کیسه يې واخلئ چې اوبو ته ښه ورګډ شوی و، ور ياد شول چې جال خو يې په کور کې پرېښی دی، يا يې د بېړۍ (جالې) د تړلو په اړه واورئ او…..

د ساده ګل ژوند د دا ډول حماقتونو زرګونه داستانونه وو، خو پر دې ټولو يې هغه يو ډېر دروند و چې اوس يې خلک په هرځای کې د داستان په ډول وايي: په يوه ډوبه توره او توپاني شپه څو مساپر يې چوپړۍ ته راغلل، دی يې بيدار کړ او ورته یې وويل: ساده ګل وروره، موږ بايد په هر شکل چې وي سهار وخته ښار ته ورسېږو؛ خو دا وخت مو هيڅ جاله وان د پورې ايستلو پیدا نه کړ ، تا ته مو ډېرې هيلې راوړې دي چې ناهيلي مو نکړې.

ساده ګل مساپر په جاله کې کېنول او ډانګ وهل يې پيل کړل،جاله ټوله شپه ګرځېدله؛ خو کله چې ګهيځ شو او اسمان ښکاره شو، مساپر ګوري چې د ساده ګل خو د جالې د پړي ايله کول هېر شوي دي ـ لهذا د ټولې شپې سفر وروسته هم په همغه ساحل ولاړ دي چې ترې تللي وو.

نه پوهېږم څه خبره ده، زه چې کله هم د دې هېواد زرګونه لوی دفترونه ګورم، په دې کې کارکوونکي او ۴۰ ميليونه وګړو په اړه فکر کوم چې له سهار ۸ بجو تر ۳ تر شپې ۹ بجو پورې کار کوي چې هره ورځ سهار تازه مخونه راوړي راځي او له ستړيا ذرې – ذرې بېرته کورونو ته ځي، د خپل ژوند بهترين وخت په دې يخ، تود او هر وخت له بيړې او شور سره مخ دفترونو کې ضايع کوي؛ خو په دې پرلپسې سختو او هڅو برسېره د دې هېواد ټول وسايل هملته اوسي، نو ډېر حيران شم – خپله وګورئ دلته کومه يوه داسې منصوبه نه شته چې د خودکار نظام د لاس لاندې پيل شي او خپله ترسره شي، کومه دسې دوسیه نشته چې سفر يې د څو مياشتو په اختتام ترسره شي – بيا نو زموږ د نفوس دا لس سلنه برخه څه کوي؟
دا د کوم هېواد، کوم قوم او کوم ولس لپاره په کار بوخته ده؟!

چې له کوم يو يې وپوښتې آن څلوېښت کلنې تجربې لرونکي کارمند هم وپوښتې رښتيا ووايه، په دې ۴۰ کلنه دنده کې دې څه وکړل؟
په څټ ګرولو به درته ووايي – يره که رښتيا – رښتيا ووايم؛ نو خبره يوازې دومره ده چې ټول ژوند مو يوازې فهرستونه جوړ کړي دي او فايلونه ترتيب کړي دي.

ما له یوه ښاغلي وپوښتل: تاسې په دفتر کې په کيناستو ټوله ورځ څه کوئ؟
يو لوی اسويلی يې وکړ ويل:لستونه جوړوو – څه مطلب؟

ما ترې په حيرانتيا وپوښتل – هغه خپلې سترګې ما کې وګنډلې او بيا يې په خپله نېغوره لهجه وويل: کله چې حکومت ته د خزانې د کمېدو احساس کېږي، نو را ته حکم د مکتوب له لارې رالېږي …ما ترې وپوښتل آيا دا فهرستونه مکملېږي؟،

ويل هو – هو ضرور – ځکه د فهرستونو تر تيارولو حکومت په کوم بل سنګر بوختېږي، لهذا موږ د همدې فايلونو په ترتيبولو او جوړولو اخته يوو او الماريو کې په ايښودولو يې هير کړو – همداسې د ګمرکونو، ښارواليو او…. فهرستونه…

ما له يوه وزير صاحب وپوښتل که کوم بهرني څيړونکي مو د دفتري نظام مطالعه کولو لپاره راشي، له دې الماريو، دې ګودامونو او دې لويو – لويو راجسترونو به څه ترلاسه شي؟

يو څه په ځنډ وزير صيب وويل – يره له دې فهرستونو پرته به بل هيڅ ترلاسه نه کړي، دا د نويو ودانيو فهرست دی، دا د متروک ودانيو فهرست دی – دا د درې پوړيزو ودانيو، څلور او پنځو پوړيزو ودانيو فهرست دی، دا د پارکونو، ماتو سرکونو، ويالو ناليو او نهرونو فهرست دی، دا د لوګي کوونکو موټرو فهرست دی، دا د ځنګلونو فهرست دی، دا د نيالګيو ايښودو لپاره ټاکل شويو سيمو فهرست دی، دا د کښت وړ او دښتو سيمو فهرست دی، دا د مذهبي مشرانو فهرست دی، دا د غټو خلکو فهرست دی، دا د اعلاني مجرمينو فهرست دی، دا د قاچاقبرو او قاتلينو فهرست دی، دا د وسلې لايسنس لرونکو خلکو فهرست دی – دا د ناقانونه وسلو فهرست دی – دا د زده کړيالو بې روزګارو فهرست دی – دا د کارکوونکو او زيارايستونکو فهرست دی، دا د ښوونځيو، لېسو او پوهنتونونو ليست دی – دا د معذورو او ناروغانو فهرست دی، دا د شهيدانو او معيوبينو فهرست دی، دا پلانکی فهرست دی، دا پلانکی فهرست دی؟

اوف خدايه!
په هره المارۍ کې چې سر ننباسې وګورې،هر راجستر وګورې در ته به يو نوی فهرست تر سترګو شي – داسې احساسوم ته وا موږ يوازې د فهرستونو مرتب کولو لپاره پيدا شوي يوو.

ما يو مخکښ تجربه لرونکي وکيل ته مشوره ورکړه:ډاکټر صاحب تاسې له دې ټولو فهرستونو هم يو فهرست ولې نه جوړوئ؟ په خندا شو ويل،هسې نه دا خبره مشر ته ورسېږي – په رښتيا به همداسې وکړي.

باور وکړئ کله چې دې زرګونو دفترونو ته په فکر کې ننوځم – دې سلګونو زرو کارمندانو او مامورینو ته وګورم، له سهار تر ماښامه د فهرستونو ديوالونه راغورځوي او بيا يې جوړوي؛ نو داسې محسوسوم لکه زرګونه ساده ګان چې خپلې – خپلې بېړۍ او جالۍ پرته له رسۍ ايله کولو په ډانګ وهلو چلوي، په دې شپه او ورځ زیار سره يې له مټو وچ پړي جوړ شوي دي، سرونه يې د للمې پټي شوي دي، مخونه يې لکه پخواني لوښي او ملاګانو يې د کمان شکل غوره کړی وي؛ خو بېړۍ ده چې په خپل ځای ولاړه ده، مساپر هملته ولاړ دي چې ترې تللي وو.

دوستانو! موږ کله سوچ کړی دی، دا څه او څنګه نظام دی، چې ناروغ ته د دوا درملو پرځای راپور ورکوي او کور ته يې لېږي – چې انصاف نه يوازې پريکړه ورکوي چې ټول جمع تفريق يې تر کاغذونو محدود دی – چې هر څه يې بس فايلونه او فهرستونه دي، موږ کله فکر کړی دی دا د لسټ سيسټم کوم سيسټم نه، د ساده ګل بېړۍ ده چې ټوله شپه چلېږي؛ خو يو بالخت وړاندې نه ځي.

هو دوستانو! موږ کله فکر کړی دی؟ تر کله به له ساحلونو تړلې بېړۍ چلوو، اخر تر کومې..