بلېنکن: که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني نو کورنۍ جګړه دې نه پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین پرون ماښام په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني، مشران یې سفر وکړای شي او افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي نو باید د کورنۍ جګړې پیلولو فکر ونه کړي.

نوموړي وویل افغانستان کې کورنۍ جګړه د هیچا په ګټه نه ده.

بلېنکن دا څرګندونې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره تر کتنو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت کې یو مطبوعاتي کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي ویلي که طالبان د دوحې تړون خلاف پر بهرنیو ځواکونو برید وکړي نو د امریکا لخوا به ورته سخت ځواب ورکړل شي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان کې کورنۍ جګړه د ګاونډیانو او سیمه ییزو ځواکونو په ګټه هم نه ده، ځکه هغه حالت کې به د کډوالۍ ناورین، ترهګري او د مخدره توکو قاچاق خطرونه پیدا شي.

بلېنکن دغه راز ویلي چې افغانستان اوس د شلو یا لسو کالو پخوا هېواد نه دی او د بهرنیو پوځیانو وتل له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو د ختمولو په معنا نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ناڅاپي سفر کابل ته راغی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله او یو شمېر نورو چارواکو سره يې لیدلي دي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا وایي، دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه له ۹۶ سلنې زیات پوځي عملیات خپله ترسره کوي او په خبره یې دغه ځواکونه په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان امنیتي مسوولیت اخېستو ته چمتو دي.

د دغې شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ وایي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او له تخنیکي پلوه ځان بسیاینې ته رسېدلي دي.

ملي دفاع وزارت هم وایي چې له تېر یوه کاله را په دېخوا ‌‌‌‌‌‌ډېری پوځي عملیات افغان ځواکونه طرحه او تطبیقوي او دا مهال د افغانستان په هېڅ سیمه کې له افغان ځواکونو سره بهرني ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ولاړ نه دي.

دفاع وزارت دغه راز د اردو شمېر له۲۰۰ زرو زیات بولي او وایي چې دوی په پام کې لري د دغو ځواکونو شمېر نور هم زیات کړي.

وروستي مطالب