اپریل 20, 2021

بلېنکن:د سولې لپاره په افغانستان کې هڅو او فشارونو ته دوام ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي له خپلو ملګرو هېوادونو سره په ګډه پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

نوموړی چې دمګړی په بروکسل کې دی او د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې یې برخه اخیستې وايي، امریکا او د ناټو غړي هېوادونه په ګډه افغانستان ته تللي او په ګډه به له دغه هېواد وځي.

د نوموړي له قوله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي فیسبوکپاڼه لیکل شوي چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو او فشارونو ته ادامه ورکوي.

انټوني بلینکن همدا راز ویلي چې له افغان ځواکونو او افغانستان دایمي ملاتړ ته ادامه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي او امریکا یا یې ملګرو هېوادونو ته خطرونه جوړ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سرتېرو د ایستلو په اړه هم ویلي چې کله وخت او وضعیت مناسب شي نو بهرني ځواکونه به هم له افغانستان وځي.

په ورته وخت کې المان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور د سولې په برخه کې په پرمختګونو پورې تړلی دی.

د المان د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته ویلي دي دوی ددې ملاتړي دي چې بهرني او په تېره الماني سرتېري له افغانستان و ایستل شي خو په خبره یې دا کار به هغه وخت کېږي چې د سولې په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي.

هایکو ماس همدا راز ویلي چې که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو ددې احتمال شته چې طالبان جګړې شدیدې کړي او د جګړو له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي.

دده په خبره له همدې امله اړتیا ده چې لومړی د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي او وروسته تر هغه د سرتېرو پر ایستلو تمرکز وشي.