بلینکن: له افغانستان وتل مو په ګټه و، پاتې کېدو مو جګړه اوږدوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه له تېرې ادارې څخه دوی ته په میراث پاتې وه او دوی یوازې یو بل انتخاب لاره چې هغه اوږدمهاله جګړه وه.

بلینکن د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له دغه هېواد څخه د ځواکونو وتل په ګټه و ځکه بل انتخاب جګړه وه او جګړه یې ځکه نه غوښته چې نور هیڅ امریکایي د دې ناپایه جګړې دوام نه غوښت.

نوموړي څرګنده کړې ده چې که چېرته دوی په افغانستان کې پاتې شوي وای نو مجبور و ډېر سرتېري یې دغه هېواد ته استولي وای.

د یادونې ده چې د بایډن اداره له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو برخه کې تر سختو نیوکو لاندې ده او ډېری امریکایي پخواني او اوسني پوځي او سیاسي چارواکي وایي چې بایډن په دې کار سره په سیمه کې خپل رقیبان زړه ور کړل خو بایډن په وار وار د خپلې پرېکړه دفاع کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هغه نیوکې رد کړې چې ګواکي امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده، نو له همدې امله ځينې هېوادونه هڅه کوي له امریکا سره ځان ښکېل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس بیا وایي دوی خپله تګلاره لري او په خبره یې امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته قوي شوې ده.

دده په خبره سره له وتلو دا په دې مانا نه ده چې امریکا نور افغانستان پرې اېښی دی، بلکې امریکا په بل ډول خپل حضور او مرستو ته ادامه ورکوي.

پرایس په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار کوي چې دوی له نورو لارو په افغانستان کې ښکېل دي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي، چې دوی د افغانستان څارنې ته ادامه ورکوي او هر څه له نږدې ارزوي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله