
د بلوچستان په منګوچر سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښته کې ۱۷عسکر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.
چارواکو ویلي، “پېښه پرون جمعه هغه مهال رامنځته شوې چې امینتي ځواکونه په یوه مسافروړونکي بس کې له پنجګور څخه د کوټې پر لور روان وو، چې وسله والو پرې برید وکړ.
د چارواکو په خبره، په پېښه کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.
د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې پر ټولنیزو شبکو په خپاره کړي بیان کې د برید مسولیت منلی دی.
په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د بلوڅ وسلوالو له خوا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.