فبروري 25, 2021

بلخ کې د پسونو پر رمه وسله‌وال برید شوی

بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو د پسونو په یوه رمه برید کړی.

د بلخ ځایي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو تېره ورځ په دغه ولایت کې د یوه کس د ۴۰۰ پسونو پر رمه برید کړی او غوښتل یې چې په زور پسونه ترې یوسي.
چارواکي زیاتوي، چې وروسته د کلي د خلکو او طالبانو تر منځ جګړه رامنځته شوې او څلور کسان په کې وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي رسنیو ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ مازیګر پنځه بجې د بلخ ولایت چهارکنت ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله‌والو طالبانو د یو کس د پسونو پر رمه برید وکړ او غوښتل یې په زور یې ترې یوسي.

نوموړي وایي، د دوی له برید سره هم‌مهاله د کلي خلک راغلي او غوښتل یې چې له دې کس سره مرسته وکړي په دې وخت کې طالبانو پر خلکو ډزې کړې چې څلور کسان یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې د وسله والو طالبانو دغه کار د ډېری خلکو غبرګونونه راپارولې دي او دا برید یې په سختو ټکو غندلی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ