سپورټ فوټبال

بلجیم یو ځل بیا د فوټبال تر ټولو غوره لوبډله سوه!

ليکنه: صابر حميدي

د پنجشنبې په ورځ فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د فوټبال نوې درجه بندي اعلان کړه، چي د بلجیم هیواد د فوټبال ملي لوبډلي هغه پخوانی ځای ساتلی او یو ځلي بیا ئې د نړۍ تر ټولو غوره او لومړۍ لوبډله سوه.

دې لوبډلي د ۱۷۵۵ نمرو په درلودلو سره دا ځای له ځان سره ساتلی.

د تېر نړیوال جام ګټونکې لوبډله فرانسه بیا دوهم مقام او برازیل ملي ټیم بیا په درېیم مقام کي ځای لري.

د نړۍ د ۱۰ غوره فوټبال لوبډلو درجه بندي په دې ډول ده:

۱ـ بلجیم ـ ۱۷۵۵ نمرې

۲ـ فرانسه ـ ۱۷۲۶ نمرې

۳ـ برازیل ـ ۱۷۱۵ نمرې

۴ـ انګلستان ـ ۱۶۵۱ نمرې

۵ ـ اُراګوای ـ ۱۶۴۲ نمرې

۶ ـ پرتګال ـ ۱۶۳۲ نمرې

۷ ـ کروشیا ـ ۱۶۳۱ نمرې

۸ ـ اسپانیا ـ ۱۶۲۵ نمرې

۹ ـ آرجنټاین ـ ۱۶۱۷ نمرې

۱۰ ـ کلمبیا ـ ۱۶۱۵ نمرې

په دې درجه بندي کي بلجیم، فرانسې، برازیل او انګلستان هیوادونه مخکي هم پر دې خپلو یادو سوو ځایونو شتون درلود، خو اُراګوای، پرتګال، کروشیا، اسپانیا، آرجنټاین او کلمبیا هیوادونو مخکي تګ او شاتګ کړی.

اُراګوای، کروشیا او آرجنټاین هیوادونو یوه درجه پرمختګ کړی، خو پرتګال، اسپانیا او کلمبیا بیا یوه درجه شاتګ کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.