بلاسټ لوبو کې نوین الحق، محمدنبي ته ماته ورکړه

د انګلستان د وېټلېټي بلاسټ شل اوریزو لوبو په دوام د شمالي ګروپ دوو لوبډلو لېسېسټرشایر او نارتمټن شایر سره مخ شوې.

لېسېسټرشایر کې نوین الحق او په نارتمټن شایر کې محمدنبي عیسی خېل لوبېږي.

لېسېسټرشایرلوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورنو کې د ۲ وېکټو په نقصان سره د جاش انګلېس د ۱۰۳ ناسوځېدلومنډو په مرسته پوره ۲۰۰ منډې وکړې.

محمدنبي عیسی خېل په څلورو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او د وېکټ په اخیستلو بریالی نشو.

نارتمټن شایر لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د محمدنبي عیسی خېل د ۳۲ منډو او د راب کیاګ د ۵۰ ناسوځېدلو منډو پرمټ ۱۶۶ منډې وکړې او لوبه ترې لېسېسټرشایر په ۳۴ منډو وګټله.

نوین الحق په ۴ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

دلوبې غوره لوبغاړی جاش انګلېس وپېژندل شو، هغه په ۶۲ توپونو د ۱۴ څلویزو او ۴ شپږیزو په مرسته ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د محمدنبي دې بله لوبه د چهارشنبې په ماخستن لس بجې له دورهم لوبډلې سره ده، د نوین الحق دې بله لوبه د سه شنبې په ماخستن د لس نیمې بجې له دېربای شایر سره ده.

بل پلو قیس احمدې وکولای شول، چې اېسېکس لوبډله په ۶۷ منډو ماته کړي.

د قیس احمد دې اړوند لوبډلې کېنټ، اېسېکس ته ۲۳۷ منډې هدف ورکړی و، چې په ځواب کې یې ایسیکس لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹ منډې وکړې.

قیس احمد په ۴ اورونوکې ۲۵ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

د قیس احمد دې بله لوبه د سه شنبې په شپه لس بجې له ګلوسېسټرشایر لوبډلې سره ده.

مجیب الرحمن هم له مېدل سېکس لوبډلې سره یو ځای شوی او ډېر ژر به په لوبو کې راښکاره شي.

 

 

وروستي مطالب