بشري حقونو کمیسیون: ښکېل لورې دې تاوتریخوالی ودروي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د جګړو له امله د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یادې ادارې په خبره، په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو لمن یو ځل بیا پراخه شوې او له امله د دواړو لوریو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه کمیسیون ویلي چې ښکېل اړخونه دې د هېوادوالو غوښتنې ته په درناوي د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت لپاره تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

دغه کمیسیون په داسې حال کې د جګړې له ښکېلو لوریو د جګړې د درولو غوښتنه کوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې یوه مهمه غونډه جوړه شي.

د یادونې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ‘زلمي خلیلزاد’ نن شنبه په کابل کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره کتلي او د افغان سولې په بهیر کې یې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د زلمي خلیلزاد دا ناسته نن له غرمې مخکې وشوه، چې د دواړو لوریو ترمنځ په هېواد کې د وروستیو تاوتریخوالو او د سولې په بهیر کې د پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

ویل کېږي چې خلیلزاد به له یو شمېر لوړپوړو سیاسي مشرانو سره هم وګوري او په استانبول کې د جوړېدونکې ناستې په تړاو به ورسره خبرې وکړي.

خلیلزاد کابل ته دا سفر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د افغان سولې په تړاو په ترکیه لویه ناسته وشي.

ولسمشر محمداشرف غني، عبدالله عبدالله او یو شمېر نور سیاستوال د سولې په هغه وړاندیز کار کوي، چې په سرمشریزه کې به وړاندې شي.

د ترکیې سرمشریزې لپاره رسمي نېټه نه ده اعلان شوې، خو د ځینو سرچینو په باور چې ښایي د روانې اپریل پر ۱۶مه جوړه شي.

وروستي مطالب