هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کلتور او هنر

بشري حقونو څار ډله : افغان امنیتي ځواکونه ښوونځي د مورچلو په توګه کاروي

د بغلان ولایت د پوستک بازار د ښوونځي سرمعلم، د بشري حقونو د څار ډلې ته ویلي، ۲۰۱۰ م کال کې کله چې په ښوونځي کې پولیسو مورچل نیولی و او طالبانو پر برید وکړ، نو وروسته دوی نه شوه کولی چې د ښونځي له دیوالونو وینې پاکې کړی.

د سر ښوونکې په وینا بیا یې په تبرونو د ښوونځي دیوالونه وتراشل څو وینې ترې پاکې شي.

د بشري حقونو د څار ډله په دې اړه په خپل راپور کې وايي، په ۲۰۱۵ م کال کې دا ښوونځی یو ځل بیا حکومتي ځواکونو ونیوه. د پوهنې چارواکو له کابله یو لیک وروړ چې امنیتي ځواکونه دې له ښوونځي ووځي، خو د امنیتي ځواکونو قومندان دې لیک ته ارزښت ورنه کړ.

********

********

ددې ځای د پوهنې چارواکي وايي،د امتحانونو پر مهال ښوونکي او زده کونکي یو وار بیا د دوی په ښونځي کې میشتو امنیتي ځواکونو پسې ورډله شول او له هغوی یې وغوښتل چې د دوی ښوونځي خوشې کړي، خو امنیتي ځواکونو نه یوازې دا چې ددوی ښونځي یې خوشې نه کړ بلکې په راټولو شویو ښوونکو او زده کونکو یې هوايي ډزې وکړې.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، د ۲۰۱۶ م کال په څیړنو کې یې ورته څرګنده شوې چې افغان امنیتي ځواکونو د وسلوالو طالبانو پر ضد جګړه کې په زیاتیدونکې توګه د ښوونځیو له ودانیو څخه د پوځي اډو او تاڼو کار اخلي، په دې کې هغه ښوونځي هم شامل دي چې نړیوال مرسته ورکونکي یې تمویلوي.

” په لومړۍ کرښه کې تعلیم “ تر سرلیک لاندې د بشري حقونو د څار د ډلې په یو راپور کې په بغلان ولایت کې د حکومت پلوو ځواکونو او طالبانو له خوا د مورچلو او پوځي اډو په توګه د ښوونځیو کارول مستند شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، د ښوونځیو څخه پوځي استفاده، ښوونکي او زده کونکې د بریدونو هدف ګرځوي چې د دوی په مرګ ژوبله تمامیږي. همدارنګه د ښونځیو ودانۍ چې په ډیرو پیسو رغیدلي، د پوځي کارونې په نتیجه کې ویجاړیږي چې په سیمه کې د ډیر وخت لپاره زده کړې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

د بشري حقونو د څار دا نیویارک میشتې ډله وايي، ښوونځي باید د شخړې په منځ او اوج کې هم د جګړې دواړه لورې خوندي وساتي. په راپور کې زیاته شوې، له ښوونځیو پوځي ګټه اخیستل د ښونځیو د خوندیتوب د نړیوالې اعلامیې څخه سرغړاوی دی چې افغانستان په ۲۰۱۵ م کال کې منلې ده.

د بشري حقونو د څار ډله زیاتوي، د اکټوبر په پنځمه نیټه د بروکسل په کنفرانس کې مرسته کونکو هیوادونو په راتلونکې څلور کلونو کې د افغانستان سره د څه باندې پنځلس میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

ددې مرستو په بدل کې افغان حکومت په ۲۴ مواردو کې د اصلاحاتو ژمنه کړې. په دې کې پر اقتصادي ودې ، د کانونو پر استخراج، د اداري فساد پر کمولو، او د ښځو پر حقونو د تمرکز زیاتول شامل دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دې کنفرانس کې مرسته کونکو هیوادونو پر افغان حکومت ټینګار وکړ چې نجونو ته د زده کړو زمینې پراخې او د بشري حقونو څارنه دې وکړي، خو د ښوونځیو د پوځي کارونې په اړه کومه یادونه په کې نه ده شوې.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، مرسته کونکو هیوادونو همدارنګه په خپلو سپارښتنو کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو، پر رسنیو او د بشري حقونو پر فعالانو د بریدونو، د جنګي جنایاتو په وړاندې پر معافیت ، د ماشوم سرتیرو د ګمارنې، او د ملکي تلفاتو په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګ ژوبلې د شمیر په زیاتیدو هم په د بروکسل په کنفرانس کې افغان چارواکو ته څه ونه ویل.

د بشري حقونو د څار ډلې، پر مرسته کونکو غږ کړی چې له افغان حکومت سره دې کار وکړي چې له ښوونځیو د پوځي اډو لپاره کار وانخلي، بلکې د پوهنې د غوړاوي په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي، او د ښونځیو د خوندې ساتلو نړیوالې اعلامیې ته دې درناوی وکړي.

د بشري حقونو د څار ډله مرستندویه سازمانونه او هیوادونه ملامتوي چې د بشري حقونو څخه د سرغړاویو په برخه کې په ځانګړې توګه د ماشومانو د حقونو په برخه کې یې پر افغان حکومت لازم فشار نه دی راوستی او په دې برخه کې باید د بروکسل تیروتنه تکرار نه کړي او افغان چارواکو سره دې حساب وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */