د بشر حقونو کمیسیون: د طالبانو د جګړې تکتیکونه ورځ تر بلې بې رحمانه کېږي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

ددغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلی چې په افغانستان کې د جګړې تکتیکونه ورځ تر بلې خونړي کېږي او ورځ تر بلې د جګړې بڼه بې رحمانه کېږي.

نوموړي ویلي په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب تر ټولو غوره لار د تاوتریخوالي کمېدل او د سولې راتګ دی.

هغه بیا هم د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې خبرې مخ ته یوسي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو هم غږ کړی دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب، د جګړو د کمولو او سولې د راتګ په برخه کې عملي او اغیزناک ګامونه اوچت کړي.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه اوج ته رسېدلې ده.

بلخوا د سټرېټس ټایمز په نامه ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد د راتلونکې وضعیت په اړه راپور خپور کړی دی.

راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به نه یوازې دغه هېواد د بهرنیو ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي، بلکې ښایي نظام یې وپاشل شي او دا چاره به جنوبي او ختیځه اسیا هم له ستر ګواښ سره مخ کړي.

ورځپاڼې د کتونکو له قوله ویلي چې د ځواکونو وتلو کې دومره بېړه نباید شوې وای او اوس چې ځواکونه وځي نو د دغه هېواد د راتلونکي د خوندیتوب په اړه باید قوي ضمانتونه واخیستل شي.

وروستي مطالب