برېټانیا او امریکا د افغانستان په اړه د جي اووه غونډه رابولي

د راپورونو له مخې د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون، د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه ورسره کړي دي.

دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به وضعیت له نږدې څاري او ډېر ژر به په مجازي توګه د جي اووه هېوادونو د مشرانو غونډه راوبولي.

برېټانیا داسې مهال دغه اقدام کوي، چې دمګړی په افغانستان کې واک له طالبانو سره دی او دغه ډلې تېره ورځ هم وویل چې له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د لومړي ځل لپاره د حکومت د رسنیو په مرکز کې یو مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې وکړې.

مجاهد وویل چې سیاسي لوري په جدي توګه کار کوي تر څو د حکومت مشرتابه د نشتوالي روانه تشه ژر ډکه کړل شي.

نوموړي وویل، چې هڅه داده تر څو ټولو لورو ته یو ټولمنلی نوی حکومت جوړ شي.

د مجاهد په خبره، چې طالبان له ګاونډیو او د نړۍ ټولو هیوادونو سره د اړیکو غوښتونکي او د افغانستان د آبادۍ لپاره د مرستې غوښتنه هم ترې کوي.

نوموړي د ښځو ، رسنیو او بیان پر آزادۍ ټینګار وکړ خو زیاته یې کړه چې باید اسلامي حقوق او د هیواد لوړې ګټې په پام کې ونیول شي.

مجاهد وویل چې د نوي حکومت ټوله هڅه به دا وي چې مخدره مواد د شلو کلونو پخوا په څیر بیرته صفر کړي.

مجاهد پاکستان ته له افغانستان څخه د وسلو او مهماتو د لیږد په تړاو راپورونه رد او ویې ویل چې تش تبلیغات دي او یو میل وسله هم ګاونډي پاکستان ته نه ده انتقال شوې.

ذبیح الله مجاهد د ملي بیرغ په تړاو وویل چې په دې تړاو به هم ژر نوی جوړیدونکی حکومت پریکړه وکړي .

ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې افغانستان د بهرنیانو د ديپلوماتیک ماموریت لپاره امن دی او افغان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد پر وړاندې و نه کارول شي.

وروستي مطالب