برېټانیا: افغانانو سره د مرستو پر لارو چارو فکر په کار دی

په افغانستان کې د بشري مرستو د رسوولو لپاره پر نوو لارو چارو فکر په کار دی.

څو پخوانیو لوړپوړو برېټانوي چارواکو ګارډین ورځپاڼې ته په یوه لیک کې ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین روان دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې ددغه ناورین مخه ونیسي.

دوی وایي په ځينو مواردو کې دې بندیزونه پر خپل ځای وي، خو هغه برخې چې عامه خدمات وړاندې کوي، بشري فعالیتونه ترسره کوي او د عامو افغانانو ژوند ورپورې تړلی باید له بندیزونو خوندي وي او اجازه ورکړي چې نورمال فعالیتونه ولري.

دغه برېټانوي چارواکي اندېښنه ښيي چې که بندیزونه همداسې پر ټولو برخو دوام کوي، د بشردوستانه مرستو او خدماتو لپاره نوې لارې چارې او تعریفونه نه رامنځ ته کېږي، نو بشري ناورین به لا پراخ شي او د میلیونونه انسانانو ژوند به له خطرونو سره مخ کړي.

په ورته وخت کې امریکا وایي د افغانستان له نوي حکومت سره خپلې شفافې ديپلوماسۍ ته ادامه ورکوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

د نوموړي په خبره په همدې موخه له نوي حکومت سره خپلې شفافي ديپلوماسۍ ته ادامه ورکوي.

هغه همدا راز ویلي چې امریکا په یوه با ثباته او امن افغانستان کې خپلې دایمي ګټې ویني او تمه لري چې په دغه هېواد کې ټولشموله حکومت جوړ شي، د بشر حقونو ته درناوی وکړي او د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

ویسټ همدا راز په اوسلو کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی دی او وايي خوښ دی چې په دې مذاکراتو کې یې ګډون کړی دی.

هغه تمه ښوودلې چې د افغانانو ترمنځ دغه ډول مذاکرات او بحثونه ادامه پیدا کړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله