برېتانیا: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو جګړه توجیه نه لري

د برېتانیا د پوځ لوی درستیز له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي.

جنرال نیکلاس پاتریک کارتر وایي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو جګړه هېڅ راز توجیه نه لري او د افغانانو پر وړاندې جګړه ده، نو باید پای ته ورسېږي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام ویلي چې له افغان حکومت سره ددوی همکارۍ دوام کوي.

دده په خبره د افغان حکومت مسوولیت دی چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او په دې برخه کې د برېتانیا همکاري ورسره شته ده.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې طالبان تورن کړي چې د پردیو لپاره د خپل هېواد په ویجاړولو بوخت دي.

د هغه په خبره د پردیو په ګټه د خپل هېواد ویجاړول له ټولو اسلامي اصولو او ملي ګټو سره په ټکر کې عمل دی.

هغه زیاته کړې چې د روانې جګړې د اوږدولو لپاره د توجیه او دلیل راوړل یوازې د ځان تېر ایستل دي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د مذاکراتو مېز ته راوګرځي. هغه دلته روانه جګړه پردۍ او د پردیو د ګټو جګړه بللې ده.

بلخوا فرانسې ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په یوه اعلامیه کې په کابل کې وروستی ترهګریز برید په کلکو ټکو غندی او د ښوونځي د زده کوونکو وژل یې نه بښل کېدونکی جنایت بللی دی.

نوموړي ویلي دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د جهالت پر وړاندې به مبارزې ته ادامه ورکوي.

مکرون زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.

په کابل کې پر یوه ښوونځي موټربم برید په نړیواله کچه غبرګونونه وپارول. د ګڼو هېوادونو ترڅنګ، ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپايي ټولنه او ناټو هغه نړیوالې ادارې وې چې دغه برید یې غندلی دی.

وروستي مطالب