مارچ 2, 2021

برینډن ټایلر د کرکټ په غوراوي جام کې مخکښ توپ وهونکی

 د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان برینډن ټایلر چې په ۲۰۱۵ م کال کې د نړیوال کرکټ څخه تقاعد شوی و، د زیمبابوې ملي لوبډلې ته په بیرته راتګ سره یې دغه لوبډله بیا را ژوندۍ کړې ده.

نوموړي د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو لوبو کې تر دې مهاله ۴۴۲ منډې کړې دي، چې پکې دوه سلیزې او یوه نیمه سلیزه هم شامله ده.

 برینډن ټایلر په دې وروستیو کې د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د خراب حالت له کبله د زیمبابوې د کرکټ بورډ په غوښتنه نړیوال کرکټ ته راستون شو، چې ورسره اوس دغه لوبډله په وروستیو سیالیو کې ښه ځلیدلې ده.

 ټایلر د زیمبابوې لوبډلې لپاره تر دې مهاله په ۲۶ ټیسټ، ۱۸۱ پنځوس اوریزه او ۲۸ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې لوبیدلی دی، چې په دغه لوبو کې یې ۱۴ سلیزې او ۴۷ نېمه سلیزې جوړې کړې دي.

دغه زیمبابوی لوبغاړی نه یوازې د توپ وهنې دنده ترسره کوي؛ بلکې د لوبډلې سره د یو ښه ویکټ ساتونکي په حیث هم لوبیږي، چې په ۱۸۱ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې ۱۰۸ کیچونه اخیستي دي او ترڅنګ یې ۲۸ لوبغاړي په سټمپ یا دویکټو د بیلزونو په پورته کولو سره له میدانه بهر کړي دي.

 د برینډن ټایلر په کرکټ کې ځانګړنه دا ده، چې د کرکټ د اصولو مراعتولو ته ژمن لوبغاړی دی او د لوبې ترسره کیدو پر مهال ډیر ارامه وي او تر دې مهاله د خپل نړیوال کرکټ په ۱۴ کلن روان بهیر کې د هیڅ کوم لوبغاړي سره په شخړه نه دی لیدل شوی.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ