اقتصاد بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې

بریا او پرمختګ: په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – لومړۍ برخه

ژباړه: محمد عزيز پردېس

آيا غواړئ چې بريالي شئ؟ يا دا غوره ده چې ووايم: آيا غواړئ چې په هر ډول شرايطو کې بريالي شئ؟

برياليتوب يو انتخاب دی. برياليتوب داسې څه نه دی چې د انسان سره يوځای زېږېدلی وي. په يو بل عبارت: ډېری بريالي خلک په ذاتي ډول د ځانګړو وړتياوو درلودوونکي نه دي. هغوی يوازې د زيار او هڅو په مرسته توانېدلي دي چې برياليتوب ته ورسېږي. د برياليتوب د مهارتونو زده کړه هرچېرته لازمه او اړينه بلل کېږي؛ خو په دې پوه شئ چې برياليتوب د وخت په تېرېدو او د تجربو په ترلاسه کېدو سره لاس ته راځي.

تاسو کولی شئ چې په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکو سره، په دنده، زده کړه، کورنيو کارونو، ټولنيزو اړيکو، ښاري کاروبار او سوداګرۍ کې د برياليتوب د کړنلارو سره بلد شئ. برياليتوب ستونزمن نه دی.

۱- هرڅوک کله ناکله تېروتنه کوي؛ بښنه وغواړئ.
مونږ ټول کله ناکله تېروتنه کوو، خو کله چې يو څوک له مونږ نه ګيله کوي، په معمول ډول مو لومړنی غبرګون دا وي چې د خپل ځان څخه دفاع وکړو. په داسې حال کې چې د تېروتنې منل، د اړيکو په بياجوړولو او تدوام کې ډېره مرسته کوي.

ډېری وخت يو ساده عبارت ( خو صميمانه ) د بېلګې په ډول [ بښنه غواړم ] يا هم [ کومه ځانګړې موخه مې نه درلوده ] د يوې اړيکې د ژغورلو لپاره بسنه کوي.

۲- د نورو په خولو کې خبره پرېږدئ.
بريالي کسان د نورو جملې بشپړېدو ته پرېږدي يا هم تل دا فکر نه کوي چې ويوونکی څه غواړي ويې وايي. هغوی په دې پوهېږي چې بايد ډېر غوږ ونيسي.

که مقابل لوري مو مکث وکړ، دا په دې مانا نه ده چې تاسو يې بايد خبره بشپړه کړئ. ويوونکي ته دا موقعه ورکړئ، ترڅو په خبرو يې پوه شئ او د بيان کړنلاره يې ومومئ. ښايي هغه څه چې غواړي ويې وايي، ستاسو په ذهن کې چې څه دي؛ د هغه سره هېڅ اړيکه ونه لري.

همدارنګه بريالي کسان د خبرو کولو لپاره ورخطايي نه کوي، بلکې حوصله کوي ترڅو مناسب وخت ومومي.

۳- سازش وکړئ.

دا ومنئ کله ناکله دا هم شونې ده، هغه څه چې نور يې وايي؛ ستاسو د نظر په پرتله ښه وي. کله چې ستاسو همکاران، ملګري او د کورنۍ غړي مو دا درک کړي چې جوړښت يا سازش کوئ، نو اړيکې به مو لا پياوړې شي.

جوړښت يا سازش ددې لامل کېږي چې تاسو ترټولو ښه پرېکړه وکړئ او دا له دې څخه غوره ده چې تاسو دې تل خپله نظريه پر نورو ومنئ.

۴- د منفي اړخ سره مثبت اړخ هم وکاروئ
هرڅوک بايد کله ناکله نقد شي. خو که غواړئ يوازې نيوکې وکړئ، د نظر وړ کس نه يوازې دا چې د پرمختګ انګيز به ونه ومومي، بلکې زړه ماتی به هم شي. په همدې اساس هڅه وکړئ چې جوړوونکې نيوکې وکړئ. لومړی، د هغوی د يو ښه کار په هکله خپله خوښي ذهن ته راوړئ. د بېلګې په ډول، خپل کارمند ته ووايئ: (تاسو ډېر وخت پېژندونکي ياست، خو د کارونو کيفيت مو لوړ کړئ.)

کله چې لومړی د شخص تعريف وکړئ، نو د نيوکې پر وخت به هغوی ته کمه ضربه وارده شي او دا د اړيکو په ټينګولو کې موثر ټکی دی.

۵- په مېړانې سره مو خپل غږ تر نورو ورسوئ.
پرته له پردې او ډار څخه مو خبرې وکړئ. حتا که د هغې موضوع په اړه خبرې اترې ختمې شوې هم وي، په چورلټ ډول او په لوړ غږ سره ووايئ: ( مخکې له دې چې له دې بحث څخه واوړم، غواړم يو ټکی اضافه کړم ). په دې ترتيب، نور به په جديت سره ستاسو احترام وکړي او تاسو به د داسې کس په توګه وپېژني چې خبرې يې په اورېدلو ارزي.

یادونه: دا ټکي به برخه برخه د یاران پر مخ ولولئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی