برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې مو یو میلیارد افغانۍ عواید له لاسه ورکړي

برښنا شرکت وایي، چې په ځينو ولایتونو کې د جګړې د زیاتوالي له کبله د شاوخوا ۱۰۴ زره پیریودونکو څخه د برښنا د لګښت پیسې نه ‌دي راټولې شوې.

د افغانستان د برښنا شرکت په خبره له ۱۵ کلونو راهیسې یې، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ عواید له لاسه ورکول؛ خو اوس له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو د مرکزونو له نیول کېدو سره سم یې، یوازې په همدې موده کې په ۷ ولایتونو کې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ نورې هم له لاسه ورکړې دي.

د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي وايي، د ۱۴۰۰ مالي کال له لومړۍ دورې تر اوسه، د هرات، فاریاب، بلخ، کندوز، بغلان، تخار او سرپل ولایتونو ناامنو سیمو کې د برېښنا کارولو له اړخه یو میلیارد او ۱۲۶ میلیونه افغانۍ عواید نه‌ دي راټول شوي.

د یادونې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ځینو ولایتونو کې پرلپسې د برښنا پایې په بمونو والوزول شوې، چې دغه کار هم برښنا ریاست ته زیات زیانونه واړول.

د برښنا د پایو له امله ډېری خلک اوس هم د برښنا له نه شتون سر ټکوي او ټینګار کوي، چې ملي پروژو ته دې هیڅ ډله زیان نه اړوي.

وروستي مطالب