ليکنه: مدثر دعوت
د ۲۰۱۹ز کال ښځينه بيګباش ليګ پايلوبه د اډيلايډ سټرايکرز او برسبين هيټ لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
برسبين هيټ لوبډلي د لوبي پچه وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
اډيلایډ سټرايکرز لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۱ منډي وکړې.
باټیس ۲۷،مکګرات ۳۳ او ويلينګټن ۵۵ منډي وګړې.
د برسبين هيټ لپاره پريسټويج او جناسن دوې دوې ويکټي،همدارنګه جانسن او کير يوه ويکټه واخيسته.
د ۱۶۲ منډو هدف لپاره برسبین هيټ لوبډلي په زړه پوري پيل کړه.
موني ۵۶،جانسن ۲۷ او جناسن ۳۳ منډي وکړې.
د ۱۹م اوور په لومړي توپ برسبين لوبډلي په ۴ ويکټو هدف ته ځان ورسوی.
د اډيلايډ لپاره ډيوين او کويټ یوه يوه ويکټه،همدارنګه مکګرات ۲ ويکټي واخيستې.
برسبين هيټ لوبډلي په ۶ ويکټو ايډلايډ سټرايکرز لوبډلي ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۹ز کال ښځينه بیګباش ليګ اتله سوه.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه بيت موني وګټله.
همدارنګه د سيريز د غوره لوبغاړي جايزه صوفي ډيوين ته ورکول سوه.
هيره دي نه وي چي تيرکال هم د بیګباش ليګ اتلولي بريسبين هيټ لوبډلي ګټلې وه.